د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې د جګړې له امله ۱۷ تنه وژل شوی

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 87973

د کندوز په قلعه زال کې د طالب سرتېرو او عسکرو تر منځ جګړه کې د دریو قومندانانو په ګډون ۱۷ تنه وژل شوی دی.
طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلی، د قلعه زال په کولخ باغچه، خیشت‌تیپه او بغرکول سیمو کې یې دولتی ځواکونه شاتګ ته اړ کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې په دې جګړه کې د اغا مراد، خیر دیش او یعقوب په نوم دریو قومندانانو په ګډون ۱۷ عسکر او اربکیان وژل شوی دی.
د دې سیمو په نیولو سره طالبان تر امو سینده ورسېدل.
دا په داسې حال کې دی چې د سمنګان د دره صوف په جګړه کې د امنیت د امر خوانی طاهری او د هغه د مرستیال فضل الرحمن په ګډون ګڼ عسکر وژل شوی دی.
طالبانو د ۳۰ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې ازادی راډیو له ځایی سرچینو هم د همدومره شمېر تلفاتو خبر ورکړی.
د کندوز د جګړې په اړه ځایی چارواکو تر اوسه څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87973

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *