د کندز ولایت له قلعه زال ولسوالۍ څخه د طالبانو برید په شاتمبول

  • خپرول: ۲۴ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 88982

اطلس خبری سرچینه: د کندز ولایت امنیتی مسولینو د یاد ولایت پر قلعه زال ولسوالۍ د طالبانو برید په شاتمبول تایید کړی دی.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو په اعلامیه کې لیکل شوی چې د کندز ولایت قلعه زال ولسوالۍ پر ګنش، تپه افغان، مزار او تپه آنتن سیمو د طالب ډلې شپژساعته برید په شاتمبول شوی دی.
ویل کېږی په دغو بریدونو کې د طالبانو د سره قطعې د ۴ قوماندانانو په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوی او د یادې دلې ۱۶ غړی ټپیان شوی دی.
همداراز درې تنه امنیتی ځواکونه وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88982

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *