د کمال خان بند د جوړولو کار تر راتلونکې ۳۰ میاشتې پورې پای ته رسېږی

  • خپرول: ۱۷ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 68198

د اوبو او برښنا وزارت دفتر مشر آصف غفوری وایی چې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د جوړولو کار تراوسه ۱۲ سلنه پرمخ تللی او تر راتلونکې ۳۰ میاشتې پورې به د هغه د جوړولو عملیات پای ته ورسېږی.
د اوبو او برښنا وزارت مسولین په تېریوکال کې د کمال خان بند د جوړولو کار له ۱۲ سلنه پرمختګ څخه خبر ورکوی. دوی وایی چې د کمال خان بند د جوړولو کار چټکتیا د هغې کچې په پرتله چې د اوبو او برښنا وزارت مسولینو د قرادادی کمپنۍ مسولینو لپاره کاری مهال وېش ټاکلی، لوړ دی. د کلید راډیو د راپور له مخې، د اوبو او برښنا وزارت مقام دفتر مشر آصف غغوری وایی چې دغه بند ۱۶ متر لوړوالی لری او د ۴۵ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لری. دده په وینا، د کمال خان بند د جوړولو لګښت ۷۸٫۷ میلیون امریکایی ډالر په پام کې نیول شوی چې د دولت له پراختیایی بودجې څخه ورکول کېږی.
غفوری د کمال خان بند د جوړولو اساسی موخه د سېلابونو له زیانونو څخه مخنیوی، د هلمند سیند د اوبو مدیریت او په نیمروز ولایت کې د کرهنیزو محصولاتو زیاتوالی وباله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=68198

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *