د کـاروبار اهمیت | ګلاب بهار

  • خپرول: ۲۲ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 53531


Fb-Button

سرچینه: همیانۍ

کاروبار د اقتصاد له مهمو سکټورونو شمېرل کېږی چې د نورو ځانګړو سکټورونو تر څنګ کولای شی د یوه هېواد په وده او پرمختګ کې بنسټیز رول ولوبوی.

د دې لپاره چې موږ د خپل هېواد اقتصاد ته وده او پراختیا ورکړو، نو لومړی باید په خپل هېواد کې له پانګه والو او سوداګرو څخه کلک ملاتړ وکړو؛ ځکه چې د کاروبار اصلی عاملین همدغه سرمایه داران، سوداګر او پانګه وال دی؛ ځکه د دوی اړوند فعالیتونه دوی ته د ګټې تر څنګ د اقتصادی پرمختګ لامل هم ګرځی. سربېره پردې د مالونو او کالیو لېږد له تولیدوونکی څخه تر مصرفوونکی پورې هم د دوی په واسطه صورت نیسی چې په پایله کې د تولید او همدا راز د ملی عوایدو د زیاتوالی سبب ګرځی. دا په دې مانا ده چې معاملات په ملی عوایدو، په هېواد کې د کاروبار پر سطحې، عرضې او تقاضا، د صنعت پر پراختیا، مالیاتو، د دولت پر عوایدو او محصولاتو، د قېمتونو پر سطحې، زراعتی تولیداتو او بالاخره د هېوادونو په ټرانزیټی او ترانسپورټی معاملاتو کې د پام وړ رول لری.

کولای شو ووایو، کاروبار د تولیداتو د ودې او اقتصادی پرمختګ یوه وسیله ده چې په لومړیو وختونو کې توکی او اجناس یوازې د خپل ځان او کورنۍ اړتیاوو د پوره کېدو په پار تولیدېدل، چې دغه وخت کاروبار د بارتر سیستم ځان ته غــوره کړی و، خو د وخت په تېرېدو سره کله چې پیسې منځ ته راغلې او خلکو ته د راکړې ورکړې د وسیلې په توګه ور وپېژندل شوې؛ نو د کاروبار لپاره یې یو لړ اسانتیاوې رامنځته کړې او په ښاری او کلیوالی سیمو کې یې پراختیا ومونده.

همدارنګه د ترانسپورټ د اسانتیاوو په رامنځته کېدو سره د هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو کچه زیاته شوه، حتی د صنعتی انقلاب (چې په اتلسمه زېږدیزه پېړۍ کې په اروپا کې منځ ته راغی) د تولیداتو، کار وېش او تخصص سطحه یې لا پیاوړې کړه.

د کاروبار اهمیت په لاندې شیانو پورې اړه لری:

۱٫ د توکو او اجناسو تولید: اوسنی کاروباریان هڅه کوی، څو د اتوماتیکو ماشینونو، د پروسس د نوو لارو چارو په استعمال او نورو بېلابېلو لارو په وسیله د نادره سرچینو څخه غــوره او اعظمی استفاده وکړی چې د دغو وسایلو استعمال نه یوازې دا چې د تولیداتو لوړ مصارف را کموی، بلکې د توکو د کیفیت او کمیت په لوړوالی کې هم مرسته کولای شی.

۲٫ د مارکېټ پراختیا: په اوسنیو وختونو کې اجناس او خدمات د مصرفوونکو د غوښتنو سره سم تولیدیږی، کاروباریان د مصرفوونکو د غوښتنو او علاقې سره سم اجناس او خدمات تولیدوی، څو په هېواد کې د ننه او بهر، د توکو د ډیزاین له لارې خپل پېرودونکی را جذب کړی، نو له همدې کبله په ټوله نړۍ کې د مشتریانو په شمېر کې د زیاتوالی له امله د توکو مصرف پراخ شوی او مارکېټ یې ګرم ساتلی.

۳٫ نوښتونه: په اوسنیو وختونو کې کاروباریان ډېره هڅه کوی چې د خپلو تولیداتو او خدماتو په کیفیت او بیو کې ښه والی راولی. لکه په کرېډېټ کارټونو، ډبټ کارټونو، مبایلونو او نورو بېلا بېلو برخو کې، دوی غواړی چې هره ورځ له نوو او عصری مېتودونو څخه ‎استفاده وکړی. لکه الکټرونیکی تجارت، الکټرونیکی پېر او پلور او داسې نور چې دغه ډول نوښتونه د توکو او خدماتو په تولید کې ښه والی رامنځته کوی او د تولیداتو لوړمصارف ورسره کمېږی.

۴٫ د ضایعاتو راکمول: اوسنۍ کاروباری ادارې هڅه کوی، څو د ضایعاتو سطحه را ټیټه کړی او ډېره ګټه ترلاسه کړی.

۵٫ د بانکونو له خوا د کرېډېټ چمتو کول: په اوسنۍ عصری نړۍ کې سوداګریز بانکونه او نورې مختلفې کاروباری ادارې کارکوونکو، سوداګرو او تولیدوونکو ته د کرېډېټ زمینه برابروی، څو خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړی او په لویه پیمانه خپل کاروبار پرمخ بوځی.

۶٫ بیمه: هغه خطرونه چې په یوه کاروبار کې د مختلفو لاملونو لکه: اور، غلا، زلزلې او داسې نورو په وسیله رامنځته کېږی، باید بېمه کړی شی، څو هغه زیان چې د دغو لاملونو په وسیله یو کاروبار ته رسېږی، جبران شی چې دې لارې یانې بیمې اوسنیو کاروبارونو ته تر یوې کچې پایښت ورکړی، کوم چې په پخوا وختونو کې داسې څه نه وو.

۷٫ استخدام: د کاروبار په وسیله خلک په سیمه ییزو او ښاری ځایونو کې په کار ګومارل کېږی چې دغه څه بیا پر ملی اقتصاد مثبتې اغېزې لری.

۸٫ د نړیوالو اړیکو پراختیا: د کاروبار له لارې د هېوادونو تر منځ صادرات او واردات صورت نیسی چې په پایله کې ورسره بهرنۍ اړیکې هم وده کوی.

۹٫ له پانګې څخه سالـمه استفاده کول: کاروبار له بېلابېلو کسانو څخه، په تېره بیا د بانکونو او نورو مالی موسسو له لارې پانګې راجذبوی او د تولیدی فعالیتونو لپاره پرې پانګونه ترسره کوی، چې په دې سره د تولید او کارموندنې په برخه کې مرسته کولای شی.

۱۰٫ له ټولنیزې پراختیا سره مرسته: کاروبار په ټولنیز پرمختګ کې هم بنسټیز رول لری، ځکه چې د کاروبار وده د پانګه وال ګټه زیاتوی او د پانګه والو ګټې بیا ملی عواید لوړوی، کوم چې په ټولنیز پرمختګ کې مرسته کولای شی. ‎ډېری شرکتونه او کمپنۍ لوی کاروبارونه لری چې حکومت ته د مالیې له لارې ډېرې پیسې ورکوی او په دې سره د هېواد په ملی عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راځی.

اړوند مطالب


د کـاروبار مفهوم او پیژندنه | ګلاب بهار


د کاروبار سطحه او ځانګړنې | ګلاب بهار


چاه بهار کی بهار/ وسعت الله خان


د غلام خان بندر اقتصادی اهمیت او پر وړاندې یې پراته خنډونه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=53531

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *