د کرېکټ نړیوال جام تر راتلونکې څلورو ورځو پورې افغانستان ته راوړل کېږی

  • خپرول: ۲ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 95329

د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړیوالو سیالیو جام روانه اونۍ افغانستان ته راوړل کیږی او په پلازمینه، بامیان، هرات او کندهار کې له بېلابېلو پروګرامونو سره درې ورځې دلته پاتې کېږی.
دغه جام چې تر دې دمه د نړۍ بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوی، چارشنبه ( د ډسمبر په ۲۶ مه) د افغانستان پلازمېنې کابل ته رسېږی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایی، دغه جام به په کابل کې د کرکټ بورډ اجرایوی مشر شفیق الله ستانکزی ترلاسه کړی او په هوایی ډګر کې له ځانګړو مراسمو وروسته به د دارلمان تاریخی ماڼۍ او ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم یوړل شی.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک بی بی سی ته وویل، دغه جام به افغانستان ته د راتګ په سبا ( د ډسمبر په ۲۷مه) بامیانو ولایت ته یوړل شی او هلته به هم ځانګړی پروګرامونه ورته جوړ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=95329

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 73 = 82