د کرکټ نړیوال جام افغانستان ته راوړل کېږی

  • خپرول: ۲ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 95517

د کرکټ د نړیوالې شورا له اصولو سره سم کوم هېوادونه چې د کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کوی، نو تر سیالیو مخکې دغه جام اړوندو هېوادونو ته وړل کېږی.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د مرغومی په لومړۍ نېټه کی وویل چې دا جام به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د مرغومی په پنځمه سهار مهال د کابل هوایی ډګر ته راوړل کېږی.
نوموړى وایی چې په هوایی ډګر کې به د کرکټ بورډ مسوولینو، چارواکو او مینه والو له خوا به د دغه جام راوړلو په خوښۍ کې جشن نیول کېږی.
د هوتک په وینا، په کابل کې له څو پروګرامونو وروسته به دا نړیوال جام بامیان، کندهار او هرات ولایتونو ته هم یووړل شی.
د کرکټ بورډ ویاند وایی چې دغو ولایتونو ته د نړیوال جام د وړلو موخه په دغه ولایت کې د کرکـټ لوبې ته وده او پرمختګ ورکول دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=95517

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




97 − 94 =