د کرکت پخوانی مشر او لوبغاړو ته د ولسمشر له خوا جایزې ورکړل شوې

  • خپرول: ۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 86861

ولسمشر غنی محمد اشرف غنی د کرکټ بورډ مخکېنی عمومی رئیس شکرالله عاطف مشعل ته د غازی میر مسجدی خان دولتی مډال او د کرکټ ملی لوبډلې لوبغاړو ته نعدی جایزې ورکړې.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلی، چې په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې فرهنګی سلاکار استاد اسدالله غضنفر د افغانستان د کرکټ بورډ مخکېنی عمومی رئیس شکرالله عاطف مشعل ته د غازی میرمسجدی خان دولتی مډال د ورکړې په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست.
په فرمان کې راغلی ”د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی لوی رئیس ښاغلی شکرالله عاطف مشعل نړیوالې شورا کې د افغانستان کرکټ د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو، د کرکټ ستراتیژیک پلان او پالیسی جوړولو په برخه کې هلې ځلې کړی. همداراز یې د اړوندو چارو د سمون او ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې له ځانه ښې وړتیاوې ښودلې دی. له همدې امله د هغه د غوره او قدر وړ خدمتونو د تقدیرولو په موخه نوموړی ته د غازی میر مسجدی خان دولتی مډال ورکړه منظوروم. “
ولسمشر غنی لوبغاړو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل ”د ټولو تبصرې دا وې چې افغان لوبغاړو د افغانانو زړونه وګټل. زه او ټول افغانان پر تاسو ویاړو. هغه زیاته کړه،له هغه هندی ماشوم سره چې ژړل یې ستاسو عکسونه ستاسو د عالی اخلاقو ښکارندویی کوی او هندیانو هم وویل چې د هند او افغانستان دوستی دایمی ده. “
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غنی د افغانستان د کرکټ بورډ مخکېنی عمومی رئیس عاطف مشعل څخه په یاده اداره کې د کوښښونو او خدمتونو له امله مننه وکړه او د یادې ادارې نوی رئیس عزیزالله فضلی ته یې د مبارکۍ ترڅنګ د لا ښو خدمتونو هیله وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=86861

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *