د کره کتنې په اړه څو خبرې | اجمل ښکلى

  • خپرول: ۱ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 54072


Fb-Button

هټلر یو مستبد سړى و، چې حکم به یې وکړ، بیا ورسره چا د منطق خبره نشوه کولاى او همدا یې د ماتې مهم لوى لامل و.

که کره کتونکى هم هټلر شی، لوستونکی به ونه مومی. په کره کتنه له موجودو نښو نښانو پوهېږو، چې کره کتونکى هټلر دى، که یو مستدل انسان.

کره کتونکى له پنځونی اخیستی خوند ته علمی ژبه ورکوی او د ”باید” غوندې ټینګاری توکیو نه ځان ساتی. که کره کتونکى ووایی:

  1. په کیسه کې یې باید د کرکټرونو نومونو ته فکر کړى واى.
  2. که کیسه کې د کرکټرونو نومونه له چاپیریال سره برابر واى، د کیسې منطق به ورسره قوی شوى واى.

په لومړۍ جمله کې امرانه لحن وینو. کره کتونکى ځان ته د یوه ممتاز کس په سترګه ګوری، چې خبره یې سمه ده او باید ومنل شی. دا جمله راته د خپلې کورنۍ مشر یا د یوه ځواکمن شخص انځور راکوی؛ خو کره کتنه وایی، چې ناقد استدلال کوی او د استدلال په زور پر لوستونکی او پنځګرو خبره منی.

په دویمه جمله کې چې امر او ټینګار نشته، پر مخاطب خوږه لګېږی او اغېزمنوی یې. د دویمې جملې بل ښه والى دا دى، چې د کیسې نیمګړتیا او انډول ورښودل شوی. مخاطب کره کتونکی ته د یوه مرستندوى په سترګه ګوری.

که په کره کتنه کې مو امرانه طرز نه وی خوښ؛ نو د ”باید” پر ځاى هغه لاملونه راسپړو، چې پنځونې ته یې زیان اړولى.

  1. ښه شعر هغه دى، چې عاطفه او تخیل پکې وی. په دې شعر کې چې عاطفه کمزورې او تخیل نشته، ښه شعر نه دى.
  2. دا شعر راته یو پیغام لری. دا پیغام دومره څرګند دى، چې د شعر عاطفې او خیال ته یې زیان رسولى دى.

ماشوم ته چې نصیحت کوو، وایو: ښه ماشوم د مور و پلار خبره منی، ښه ماشوم شېرینی نه خوری. په کره کتنه کې داسې نه کوو. که لومړى یو معیار ولیکو او بیا یې پر موجوده پنځونه تطبیق کړو، له پنځګر او لوستونکی سره د ماشوم چلن کوو. کره کتونکى د پنځګر هغه ملګرى دى، چې مستقیمه ورته خبره کوی.

  1. په دې کیسه کې ډېره ښه تلوسه موجوده وه.
  2. کیسه د یوه ماشوم په ورکه پیلېږی. لوستونکى دا جمله له ځان سره ملګرى کوی، دا جمله نه د ماشوم شهرت واضح کوی او نه د ورکېدو علت.

لومړۍ جمله ښایی د یوه شریف او خواخوږی او خوشباوره لوستونکی د خولې وی؛ خو دویمه جمله د کره کتونکی ده. په اخلاقی قضاوت کې د یوه چا د یوه عمل د ښه والی او بدوالی په اړه کلی پرېکړه کوو، ځکه موږ اعمال مخکې له مخکې په ښو او بدو وېشلی وی؛ خو په کره کتنه کې د ښه او بد یادونه سطحی اخلاقی قضاوت ښیی. دویمه جمله راته په دې غوره ښکاری، چې د کیسې د تلوسې داستانی ښه والى څرګندوی. کره کتونکی هڅه کړې، چې د خپل مثبت تاثر تر شا موجود علتونه راته بیان کړی.

کره کتونکى او لوستونکى دواړه له پنځونې خوند اخلی؛ خو لوستونکى هملته په خوند کې پاتې شی؛ خو کره کتونکى په دې خوند پسې د کره کتنې څراغ راواخلی او له پنځونې یې راوباسی. کره کتونکى که له پنځونې خوند وانخلی، کامیابه کره کتنه به ونه کړاى شی.

پر یوه پنځونه له یوې او څو زاویو نه کره کتنه کولاى شو. د حقایقو په اړه چې وخت په وخت زاویې بدلېږی، ډېر نوی اړخونه یې رابرسېره کېږی. وسمهال چې په یوه وخت له څو زاویو نه استفاده کېږی، د حقایقو ډېر تیاره اړخونه په یوه ځل لیداى شو. که یو څلور ګوټیز ښیښه یی بوتل وی، چې څلور واړه برخې یې په څلورو بېلابېلو رنګونو رنګ شوې وی؛ خو یوازې پر یوه شنه اړخ یې- چې موږ ته مخامخ دى، رڼا لګېږی؛ وایو: بوتل شین دى. مخامخ راته یو بل کس ناست دى او هغه ته د بوتل سور اړخ روښانه دى، هغه وایی: نه، بوتل سور دى. د دواړو قضاوت ناسم نه دى؛ خو نیمګړى دى. بالعموم په ټولنیزو مسایلو کې د بېلابېلو ډلو ترمنځ د جګړې مهم لامل دا وی، هر ډى فکر کوی، چې زما قضاوت سم دى؛ خو که موږ خپلې زاویې بدلې کړو؛ مثلا: د بوتل هر لور ته څراغ روښانه کړو؛ نو قضاوت به مو تر پخوانی قضاوت مختلف او دقیق وی.

د حقیقت د مطالعې لپاره له څو زاویو نه هممهاله استفاده د اوسنی کلچر ځانګړنه ده. که پنځونې ته له څو زاویو وګورو، ډېر تیاره اړخونه یې راته روښانه کېداى شی. مثلا: له ارواپوهنیزې کره کتنې نه په استفاده یې پر روانی خوا وغږېږو؛ خو دا روانی اړخ په یوه فورم کې وړاندې شوى؛ نو همماله یې له فورمالیستی زاویې نه هم ګورو او هغه تخنیکونه په ګوته کوو، چې د دې پنځونې د روانی تاثر یا پیغام تر شا ولاړ دى. په ورته وخت کې یې پر پیغامونو هم غږېږو.

د څو زاویو ګډه کارونه رانه ډېر دقت غواړی. که کره کتنه مو منطقی تسلسل او ترتیب ونه لری، پر لوستونکی کلی اغېز نشی ښندلاى.     

لاندې بېلګو باندې نورې خبرې لرو:

  1. زه فکر کوم، چې که په دې سفرنامه کې مهمې او مشخصې پېښې راغلې واى، لوستونکی به یې نور هم ورجلب کړی واى.
  2. که په دې سفرنامه کې مهمې او مشخصې پېښې راغلې واى، لوستونکی به یې نور هم ورجلب کړی واى.

په لومړۍ بېلګه کې (زه فکر کوم) د کره کتونکی خبره شخصی کړې، چې پر پاتې جمله یې د لوستونکی باور کم کړى دى؛ خو په دویمه جمله کې چې د شخصی کولو کومه وسیله نه وینو، یوازې خبرې ته مو پام دى.

د خبرو د شخصی کولو نورې وسیلې هم شته؛ خو د شخصی ضمایرو او فعلی خاتمو کارونه یې معلومې بېلګې ده. د کره کتنې موخه په یوه کلی ټولنیزه قرینه کې د انفرادی فکر وړاندې کول دی. مطلب دا چې کره کتنه له فردی نظره سرچینه اخلی؛ خو فردی نظر شخصی نظر نه وی، بلکې کره کتونکى فکر کوی، چې زما فردی نظر د هر لوستونکی نظر دى او په دې توګه یې نظر ټولنیز او کلی رنګ واخلی، چې د ادب پر نورو پنځونو هم د تطبیق وړ وی. موږ نقد یوازې د یوې پنځونې په اړه د معلوماتو د ترلاسی لپاره نه لولو، بلکې موخه مو د خپلو پنځونو ښه کول هم وی.

د کره کتنې د شخصی کولو بله وسیله د خپل نظر او ځان سپیناوى دى، چې د وېرې زېږند دى او وېره د کره کتونکی جرات نفی کوی. که جرات نه وی، د یوې پنځونې په اړه بریالى نقد نشو کولاى. د ځان د سپیناوی یو بل لامل دا دى، چې کره کتونکى پر خپل نظر باور نه لری، په اړه یې متردد وی او یا ورسره بسنده دلایل نه وی، چې دا د یوه ناکام نقد ځانګړنې دی. د کره کتنې په لړ کې د ځان د سپیناوی یو بل زیان دا دى، چې د لوستونکی پام له نقده د ناقد سپیناوی ته اړوی، چې بیا انتقادی لیک هم په همدې تناظر کې لولی. له دې ډول نقده ګټوره استفاده نشی کېداى. ښه کره کتونکى د خپل دینی، ملی او… حیثیت د تللو تله لوستونکی ته په لاس نه ورکوی، بلکې هغه د ځان پر ځاى په خپل نقد مسحور ساتی.

د خپلو کره کتونکو په نقدونو کې ډېرو جالبو اړخونو ته متوجه کېږو او د کره کتنې لپاره ترې کامیابې بېلګې تراشلاى شو.

اړوند مطالب


داد/ اجمل ښکلى


چینار څنګه خبرې کوی؟ / اجمل ښکلى


لاهو کېدل/ اجمل ښکلى


لاره/ اجمل ښکلى

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=54072

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *