د کتاب لیک | لیکنه: سیداصغر هاشمی

  • خپرول: ۲۴ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 83521


Fb-Button

قدرمن ولسمشره! 

زه د پوهې هغه خزانه یم، چې د نړۍ انسانانو ته لارښوونه کوم او چې انسان فکرمند وی او زما پر ویناوو عمل وکړی، نو د خورا ښه سلوک څښتن او د روزنې خوا به یې پیاړوې وی.

د لارښوونې لپاره مو له اسمانه خلکو ته ښې خبرې راوړې او د ژوند د لارو چارو ټول پوهاوی په موږ کې شته.

زموږ په تور رنګ کې د ژوند د ښکلاګانو رنګارنګی ډېره ده او پوهاوی پرې لوړ خیالونه او ژور فکرونه غواړی.

د نړۍ پوهانو ته شهرت او منزلت موږ ورکړی او د هغو نومونه تلپاتې دی، چې زموږ سره یې ملګرتیا وه. ملګرتیا کول اسانه کار نه دی، اخلاص او مینه غواړم، چې زموږ په پاڼو کې د حقیقی او مجازی مینې ډېر څپرکی پراته دی.

ملګری باید بل ملګری ته ښه لاره وښیی، چې موږ هم ټوله ورځ په دې فکر کې یو، چې څنګه خلکو ته لارښوونه وکړو. دوست باید دوه مخی نه وی او موږ هم په مینه خلکو ته رښتینې خبرې ښیو.

کله چې دوه مینان سره یو ځای وی، تر سهاره یو د بل ننداره کوی، چې موږ هم په کلونو کلونو له لوستوالو سره د شپې تر ناوخته ویښ اوسو او دوی ته د خوښۍ او خپګانونو احساس ورکوو.

هر لوستونکی خپل ناخوداګاه لری او چې کله موږ لولی، له داسې خبرو سره مخامخېږی، چې د ده په تحت الشعور کې وی او د وخت په تیریدلو د ده په اروا کې ځای پر ځای شوې وی، نو ځکه زما په خوښیو ده ته د خوښۍ پخوانی احساسات پیدا کېږی او په خپګان مې خپه کېږی. هېڅکله مې داسې نه دی کړې، چې دوی ویښ وی او زه دې ویده شم. زه د ویښو انسانانو ملګری یم او هغه چې ویده وی او ما نه لولی او یا زما سره خپلوی نه کوی، زه هم ورسره د ملګرتیا تار شلوم.

ولسمشره!

په ځینو ځایونو کې موږ خلک ډېر لولی، نو ځکه پرمختګ کوی، خو په ځینو ځایونو کې زموږ په قدر څوک نه پوهېږی، نو ځکه ورځ تر بلې په شا تګ کې دی. د ټولنو د لوړتیا پړاونه زموږ سره په مینه کې دی او ځوړتیا یې زموږ سره په دښمنۍ کې.

د یونانی ادبیاتو د پرمختګ لامل زموږ پر اهمیت پوهاوی و، نو ځکه یې د پوهانو یادونه اوس هم کېږی، د هغوی نومونه زموږ په وسیله ځلېږی.

د جسمی کړنو ټولې لارښوونې د پوهې سره اړیکه لری او پوهه په موږ کې ده. جسمی ټولو غړو ته لارښوونه موږ کوو. د ټولو دننی او بهرنیو حسونو ښې او بدې کړنې په نېغ «مستقیم» او نانېغ«غیر مستقیم» ډول زموږ سره اړیکې لری.

که لاسونه د خیر کارونه کوی. سترګې ناسم لیدل نه کوی. فکری ځواکمنتیا پیاوړې وی او خیالونه هدفمند وی، سرچینه یې له زموږ ده او برعکس د ټولو حسونو د ناسمو کارونو اساسی پایله زموږ نه لوستل دی.

ولسمشره!

په نورې نړۍ کې زموږ سره د ولس مینه وی. په ډېره مینه مو لولی، خو دلته په هر شی پیسې ورکوی، خو موږ خپلو کورونو ته نه اخلی. موږ خو د دوی د کورونو رڼاګانې یو، خو دوی نه پوهېږی.

د ټولو نویو وسایلو برسیره کول او جوړولو ته زمینه سازی موږ کړې ده. هلته یو کتاب په میلونونو ټوکه پلورل کېږی او دلته زموږ یوه ډېره ښه بېلګه په کلونو کلونو نه پلورل کېږی، چې عام ولس زموږ پر قدر پوه نه شی او ستاسو هغه ادارې چې په دې برخه کې مسولیت لری، کار ونه کړی، راتلونکی مو ناسم دی.

چیرې چې زموږ سره مینه ډېره وی، هلته د هغه چا قدر هم ډېر وی، چې موږ یې لیکلی یو، خو دلته د لیکوال قدر نه شته، نو ځکه زموږ په فکر کې هم څوک نه دی. شکسپیر، کالیداس، ټاګور او اقبال که د دې ځای وی، نو نن به یې دومره قدر نه درلود، چې خپلو ملکونو کې یې لری. هلته د کتاب سره مینه ډېره ده، نو ځکه لیکوال یې هم د خلکو په زړونو کې تلپاتې دی، خو دلته چې د کتاب سره مینه نه شته، لیکوال یې هم مړ دی.

د پرمختللیو او وروسته پاتې ټولنو د لیکوالو یو توپیر په پوهنیز شعور کې دی، د نړۍ ملکونه حساب په پوهانو کوی، نه په نورو خلکو، نو د داسې خلکو د ډېروالی لپاره زموږ قدر کول اړین دی.

ولسمشره!

که غواړئ چې ژوندی ملت و اوسئ، نو د بېلابېلو لارو چارو ګټه واخلئ، چې عام ولس زموږ لوستنې سره مینه پیدا کړی او موږ هم له تاسو سره پرمختګ کې مرسته وکړو. نن چې د پوهانو پر ځای غله مخکې دی او د ولس ډیره برخه یې شا ته روانه ده، لامل یې ناپوهی ده او د ناپوهۍ لامل زموږ سره دښمنی ده.      

۳ total views, 3 views today

اړوند مطالب


د غنی خان ازاده شاعری| سیداصغر هاشمی


د ګل پاچا الفت تکلونه | سیداصغر هاشمی


د لارښوونکیو لپاره لارښود اثر/ پوهنیار سیداصغر هاشمی


د شعر بنسټونه/ پوهنیار سیداصغر هاشمی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83521

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *