د کانکور ازمویې پایلې اعلان شوې

  • خپرول: ۱۹ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 126363

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۸ لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو نن غرمه په کابل کې وویل چې د ۱۳۹۸ لمریز کال پایلې به نن له غرمې وروسته اعلان او د یاد وزارت له ویب پاڼې څخه به په لیکه شی.
د لوړو زده کړو وزارت ویلی دی چې سږ کال نږدې ۲۰۰ زره د دولسم ټولګیو فارغانو په کانکور ازموینه کې برخه اخیستې وه چې د هغې له جملې څخه یې ۸۰ زره زده کوونکی د لوړو زده کړو له پاره دولتی پوهنتونو ته بریالی شوی دی او څه له پاسه ۴۵ زره نور یې نیمه لوړو زده کړو ادارو ته لاره موندلې ده.
د یاد وزارت مسؤلین وایی چې سږ کال ۱۲۶۵۹۶ تنه نوی فارغ شوی زده کوونکی خصوصی پوهنتونونو ته معرفی کوی ترڅو خپلو لوړو زده کړو ته په نیمه تخفیف سره دوام ورکړی.
د ۱۳۹۸ لمریز کال د کانکور ازموینې اول نومره احمد شاه د نصیر احمد زوی دی چې د ۳۵۰ نومرو په اخیستلو سره یې د هرات ولایت طب پوهنځی ته لاره موندلې ده.
همدا راز سید سجاد حسین د ۳۴۶ نومرو په اخیستلو سره په دوهمه نومره د کابل طب ته بریالی شوی دی او قاسم علی د ۳۴۵ نومرو په اخیستلو سره د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځی ته کامیاب شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=126363

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *