د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په اړه مطبوعاتی اعلامیه

  • خپرول: ۲۰ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: د جمهوری ریاست دفتر
  • د خبر شميره: 126570

 

ارگ، کابل: د افغانستان د اسلامی جمهوریت رئیس محمد اشرف غنی د ۱۳۹۸ کال د کانکور ازموینې ټولو بریالیو ګډونوالو او په ځانګړی ډولهغو زده کوونکو ته چې په لوړو نومرو سره یې پوهنتونونو ته لار  موندلې مبارکی وایی او هغوی ته په تحصیلاتو کې د بریالیتوب هیله کوی.

د هېواد جمهوررئیس وویل: په ټول هېواد کې په عادلانه او مساوی ډول د باکیفیته تعلیمی او تحصیلی خدمتونو وړاندې کول د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې بنسټیز اقدامات ترسره شوی، له ګرانو محصلینو زما غوښتنه ده چې له دغو فرصتونو څخه د زده کړو د ترلاسه کولو لپارهجدی استفاده وکړی.

جمهوررئیس غنی همداراز د لوړو زده کړو وزارت او د ازموینو ملی ادارې څخه د کانکور ازموینې د غوره مدیرت او په بریالی او شفاف ډول د ترسره کېدو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: حکومت به له خصوصی سکتور سره په ګډه کار وکړی، څو هغو ګډونوالو ته د لوړو زده کړو زمینه او کاری فرصتونه برابر کړی چې په کانکور ازموینه کې پوهنتونونو ته نه دی بریالی شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=126570

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *