د کانټیننټل هوټل د برید په تړاو ۴ کسان ممنوع الخروج شول

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44371

د افغانستان حکومت د کابل د انترکانتینینټل هوټل د حملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج اعلان کړل.
حکومتی سرچینې وایی چې د کانتینینټل هوټل د حملې په اړه څېړنې لا دوام لری او ژر به یې پایلې اعلان کړی.
د افغانستان لویې څارنوالۍ نن /شنبه/ وویل، د دې هوټل د حملې د تحقیقاتو په لړ کې یې د یوه بهرنی په ګډون له هیواده د څلور تنو پر وتلو بندیز لګولی دی.
په دغو کسانو کې د کابل – بلخ د امنیتی شرکت خاوند او د هغه مرستیال، د کانتینینټل هوټل رییس او د هوټل د امنیت امریکایی منېجر شامل دی.
د کانتینیتل هوټل په حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په شمول ۲۲ تنه ووژل شول.
د کابل- بلخ امنیتی کمپنۍ د دغه هوټل امنیت په ټېکه اخیستی و.
پر کانتینینټل هوټل د حملې مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44371

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *