د کانونواو نورو طبیعی زېرمو د غیرقانونی استخراج مخه نه نیول کېږی

  • خپرول: ۲۳ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 99518


Fb-Button

لیکنه: ثناءالله سلیم

افغانستان دطبیعی زیرمو دلرلو له کبله یو غنی هېواد دی.

چې د سرو زرو، سپینو زرو، اوسپنې، یورانیم، المونیم، ذغالو، طبیعی ګاز، مس او نورو قیمتی ډبرو کانونه لری.

خو دغه طبیعی زیرمې او کانونه دنورې نړۍ غوندې په قانونی او معیاری ډول نه کیندل کېږی.
بلکې دغیری فنی کارګرو پواسطه استخراجیږی.

خو د کانونو او پیترولیم وزارت دکانونو دساتنې او خوندیتوب لپاره کوم قاطع تصمیم نه دی نیولی، چې دکانونو او طبیعی زیرمو دغیری قانونی استخراج مخه ونیسی.

ځکه کانونه او قیمتی ډبرې په هغه سیمو کې موقیعت لری چې حکومت ورته په بشپړ ډول لاسرسی نه لری.
که چېرته په افغانستان کې په غیری قانونی ډول د کانونو او نورو طبیعی زېرمو د استخراج مخه ونیول شی، او دکانونه د قانونی کیندلو لپاره پانګونه وشی.

نو له یوې خوا به د دولت عواید لوړ شی، اوله بلې خوا به ډیرو هېوادوالو ته دکار کولو زمینه برابره شی.

کونړ دافغانستان یو دهغه ولایتونو څخه دی چې په پراخه ډول ځنګونه، کانونه او نورې طبېعی زیرمې لری.

خوتر دوو لسیزو زیاتو جنګونو مخالفتونواو ورانیو ددغه سیمې پر طبیعی زیرمو، ځنګونه اوکانونه مستقیماً اثر کړی.
ځکه دکونړ هغه سیمې د دولت په خپل واک نه دی چې کانونه او طبیعی زیرمې لری.

نو په دغه سیمو کې چې د دولت تر واکه لرې دی کانونه: چې ملی شتمنی ګڼل کېږی؛ یواځې دڅو محدودو کسانو لخوا په غیری قانونی ډول استخراجیږی، چې دولت او عوامو خلکو ته یې هیڅ ګټه نه رسېږی.

ډیر کانونه د افغان حکومت له کنتروله هم بهر دی. چې ډیر وخت ترې ځایی زورواکان ګټه اخلی.

کومی قیمتی ډبرې چې ترلاسه کوی په افغانستان کې نه پریږدی او په قاچاقی ډول یې ګاونډی هېواد پاکستان ته استوی چې هلته بازار ته وړاندې کېږی.

زما په اند: که دکونړ یواځې دپیچ درې کانونه په معیاری ډول ددولت لخوا استخراج شی نو دافغانستان په اقتصادی پیاوړتیااو بیا رغونه کې رغنده رول لرلای شی.

او هم د بېوزلۍ د کچې په راټیټولو کې پوره مرسته کوی.

خو موجود اداری فساد، او مخ په ډیریدونکی ناامنی د دې لامل شوې چې د دولت هغه هڅې چې غواړی د افغانستان کانونو وکیندی، له ستونزو سره مخ کړې .

دولته مو غوښتنه داده، څو لږ تر لږه د کانونو د استخراج د صنعت لپاره یو چوکاټ رامنځ ته کړی،
ترڅو د کانونو داستخراج په سکټور کې غیری قانونی خلاوې ډګې شی.

۳ total views, 3 views today

اړوند مطالب


له طبیعی زېرمو ډک او په ځنګلونو پټ نورستان


استخراج غیرقانونی و نبود شفافیت در قراردادهای معادن افغانستان


د افغانستان د ګازو انرژی په تامین او استخراج کی د ټاپی پروژې رول


افغانستان وایی، پاکستان به پرېنږدی چې د ډیورند د فرضی کرښې طبیعی زېرمې استخراج کړی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99518

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *