د کاندیدانو د شعار پر ځای د هغوی عمل او سابقې ته فکر وکړئ

  • خپرول: ۱۱ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 87676


Fb-Button

حمیدالله حبیبی

د ۱۳۹۷ کال د تلې/میزان په ۲۸ نیټه په ټول هېواد کې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کېږی، په دې ټاکنو کې د هېواد په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره له بایومتریک سیستم څخه استفاده کېږی چې له دې سیستم څخه په استفادې به افغانان وتوانېږی له  درغلۍ او په خپل سر د صندوقونو له ډکولو  (جعل او تزویر) پرته د خپلې ارادې او خوښې مطابق خپل واقعی استازی په ولسی جرګه کې ولری.

په دې ټاکنو کې د هېواد له بېلابېلو اقشارو څخه بېلابېلو خلکو ځانونه نوماندان کړی دی چې ځینې یې آن د جرمې، اخلاقی او اداری فساد سابقې لری او غواړې د هرې ممکنه لارې څخه په استفادې ولسی جرګې ته لاره ومومی، ترڅو په هېواد کې له هر ډول عدلی او قضایی څار څخه خوندی شی.

څرنګه چې رایه یو امانت دی او اهل ته د دې امانت سپارل د خدای (ج) امر دی، نو افغان ولس باید د ملت کور ته په شریکه د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې داسې څوک غوره او انتخاب کړی چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره نه وی، د کونډو، رنډو، یتیمانو او نورو بې وزلو افغانانو حق یې نه  وی خوړلی او نه یې هم د هېوادوالو حقوق تر پښو لاندې کړی وی.

اوس په تاسې  ولسونو پورې اړه لری، ترڅو هغه کسان په ولسی جرګه  او د ولسوالیو په شوراګانو کې د خپلو استازو په توګه انتخاب او غوره کړئ چې د وکالت مسئولیت او صلاحیت وپېژنی، لوړې زده کړې ولری، د نېکو کورنیو او ښو اخلاقو خاوندان وی او وکولای شی په راتلونکی کې د هېواد او هېوادوالو لپاره رېښتینی خدمت وکړی.

د افغانستان ولسه! د چا په غوړو او تشو ژمنو او  شعارونو مه تېروځئ ، بلکې د تجربې، عمل، خدمت، سابقې او معیارونو له مخې انتخاب وکړئ. د ټاکنو په ورځ به تاسې د رای ورکولو په محل کې یواځې یاست، نو تاسې او خدای که مو غل، فاسد، داړه مار، قاتل، وطن پلورونکی او خاین ته رای ورکړه.

 که چېرې مو خپلې رایې په غور او دقت استعمال نه کړې او په یوه او بل نامه مو غلو، مفسېدینو، خاینینو، داړه مارانو، قاتلینو، وطن پلورونکو او د ولسی جرګې ځینو مخکینیو مفسېدینو، تفرقه اچوونکو او قاچاقبرانو ته رایه ورکړه، نو د راتلونکی پارلمان تر ټاکل کېدو پورې به په عذاب او جنجال کې یاست.

د ژبې، قوم، سیمې او شخصی معیارونو پرځای د پوهې او وطندوستۍ اصل په پام کې ونیسئ، ترڅو د یوه روښانه راتلونکی ترڅنګ د سرلوړی او هوسا افغانستان خاوندان شو. که څه هم ټاکنې د ولسواک نظام یو له مهمو اصلونو څخه دی، خو ټاکنو ته قومی، سمتی، نژادی، شخصی او ژبنیزه بڼه ورکول د هېوادوالو او ولسواکۍ په حق کې ستر ظلم او خیانت دی.

نو راځئ موږ ټول د خدای (ج) د رضا د حاصلولو، د خپل وطن او خلکو د غوره راتلونکی او هوساینې په خاطر باتجربه او تعلیم یافته مسوولو ځوانانو ته  رایه ورکړو چې تېر یې موږ ته معلوم وی، د هېواد او ولس ملی ګټو ته ژمن، وطندوست، بااحساسه او د ولسونو رایو ته درناوی ولری او وکولای شی په راتلونکی کې د ملت غږ  د ملت له کوره (ولسی جرګې) منعکس کړی.

۱ total views, 1 views today

اړوند مطالب


ولسمشر غنی! د فساد پر ضد مبارزه دې ورځ تر بلې په شعار اوړی


اندړ؛ د وطن یا کفن په شعار کې کفن په تن کړ


 یوازې شعار کافی نه دی/ زلفانه  


کرزی کاندیدانو ته مبارکی ورکړه او امریکا د هغوی موافقه وستایله

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87676

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *