د کام ایر شرکت لسګونه بهرنیو کارکوونکو افغانستان خوشی کړل

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44680

د کام ایر هوایی شرکت لسګونه کارکوونکی چې د اوکران،. یونان او ونزویلا هېوادونو اتباع ول، پر انټرکانټیننټل هوټل باندې د خونړی برید وروسته، افغانستان خوشی کړل او روښانه نده چې دغه کسان بېرته افغانستان ته راګرځی که نه.
د کام ایرخصوصی هوایی شرکت مسولینو اعلان کړی چې پر انټرکانټیننټل هوټل باندې د خونړی برید وروسته، د یاد شرکت ۳۵ تنه کارکوونکو افغانستان خوشی کړل.
په کابل کې پر انټرکانټیننټل هوټل له برید وروسته کام ایر هوایی شرکت وایی، ۳۵ بهرنی کارکوونکی یې ترې تللی او ځینې کرایه کړې الوتکې هم ورنه اخیستل شوې دی.
د دغه شرکت چارواکی وایی، تر برید مخکې به یې په هېواد کې دننه او بهر د ورځې شاوخوا ۴۰ الوتنې درلودې، خو تر برید وروسته یې الوتنې لسو ته راکمې کړې دی.
د کام ایر هوایی شرکت عمومی مشر صمد عثمان صمدی وایی، د افغانستان لویو ښارونو او بهرنیو هېوادونو ته یې الوتنې اوس عادی حالت ته په راستنېدو دی خو په کور دننه وړو ښارونو ته یې الوتنې کمې شوی، چې په وینا یې میلیونونه ډالر تاوان وراوښتی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44680

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *