د کال وروستۍ ورځ او د نوی کال پیل

  • خپرول: ۲۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 109347

د کال وروستۍ ورځ ده او افغانستان په سختو امنیتی تدابیرو کې د ۱۳۹۸ هجری شمسی کال لومړۍ ورځې یا نوروز ته هرکلی وایی.
افغان چارواکی وایی، د پولیسو، ملی اردو او ملی امنیت ځواکونه له یو بل سره په هم‌غږۍ توظیف شوی دی، څو د نوروز په ورځ د هر ډول ناوړه پېښو مخه ونیسی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمی د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د کب ۲۸» په ماښام ازادی راډیو ته وویل چې د چهارشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د کب ۲۹» له ماښامه به د نوروز د مراسمو د امنیت لپاره په ټول افغانستان کې لومړی درجه نظامی احضارات عملی شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109347

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *