د کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې د مترو بس (بی آر تی) کار د پیل څخه خبر ورکوی

  • خپرول: ۲۱ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 36063

د کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کابل ښار کې د متروبس پروژې د پلی کولو څخه چې تراوسه د ښاری ترانسپورت له جدی ننګونو سره مخ دی ، خبر ورکوی. ټاکل شوې دغه پروژې په دوه پړاونو کې په کابل ښار کې جوړ شی.
د کابل ښاروال وایی ، د غه بنسټ د لومړی ځل لپاره په پام کې لری چې په افغانستان کې د کابل ښاریانو ته د آسانتیاو د برابرولو او د ترافیکی ګڼې ګوڼې د کموالی به موخه د متروبس سیستم په دغه ښار کې پلی کړی.
د کابل ښاروال په یوه خبرپاڼه لیکلی ، په کابل ښار کې د متروبس د جوړولو لومړۍ پړاو د ده افغانان څخه تر سرای شمالی پورې د ۸ کیلومتر په اوژدوالۍ ده چې دغه سیستم به د یو پرمختللی متروبس د اړتیا وړ ټول امکانات درلودونکی وی او دهغې دیزاین پرسر کار روان دی او همداراز د هغې د پلی کېدو کار به تر راتلونکې کال پورې پای ته ورسېژی.
د متروبس دویم پړاو د بره کی – باغ بالا – کوته سنګی – دهمزنګ څخه تر ده افغانانو پورې ده چې دهغې بشپړ دیزاین په نېژدې راتلونکې کې پیل کېژی او د هغې ساختمانی کار به د هغې دېزاین د بشپړېدو وروسته پیل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=36063

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *