د کابل پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو ترمنځ نښته

  • خپرول: ۲۴ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 88985

په پلازمېنه کابل ښار کې امنیتی چارواکی تائیدوی، چې د کابل پوهنتون په لیلیه کې یې نن د غرمې وروسته د زده کوونکو ترمنځ نښته شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پېښې پخلی کوی خو د علت په اړه یې څه دی ویلی.
د راپورونو له مخې، د لیلیې محصلینو پر یو بل د ډبرو ګوزرانونه هم کړی او په سیمه کې یې د سپکو وسلو ډزې هم اورېدل شوی دی.
بلخوا د کابل د امانیه قوماندانی ویاند بصیر مجاهد وایی امنیتی ځواکونو هلته وضعیت تر خپل کنټرول لاندې راوستلی دی.
د نښتې په ترڅ کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دی ویل شوی خو عینی شاهدان او نا تائید شوی راپورونه وایی چې نښته د غزنی ولایت د جاغوری او مالستان ولسوالیو د جګړو پر سر رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یو تن وژل شوی او شاخوا ۱۰ نور ټپیان دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88985

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *