د کابل په کارته سخی سیمه کې د چاودنې له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

  • خپرول: ۲ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 109595

کابل پوهنتون ته څېرمه کارته سخی سیمه کې د چاودنې له امله ۱۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
نن سهار مهال د درېیمې امنیتی حوزې اړوند یاده سیمه کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان دی.
د عامې روغتیا چارواکی وایی، ټپیان یې سیمه کې نږدې علی اباد روغتون ته رسولی دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمی هم د پېښې پخلی کړی او په وینا یې درې پرلپسې چاودنې شوې، چې ځای پر ځای شوی بمونه و، هغه د تلفاتو په اړه بې خبری وښوده.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو تېره ورځ د امریکا سفارت وویل، ښایی د وری میاشتې په لومړیو ورځو کې ځینې چاودنې او بریدونه وشی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109595

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *