د کابل په هوایی ډګر کې د رادار ملی سیسټم د ولسمشر غنی له خوا پرانستل شو

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 75853

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې، چې په کابل هوایی ډګر کې د رادار د نوی سیستم له پرانستې سره سم دافغانستان د فضایی حریم څارنه افغانانو ته وسپارل شوه.
ولسمشر اشرف غنی د پنجشنبې په سهار( د زمری ۱۸) په کابل هوایی ډګر کې د رادار د نوی سیستم واک له امریکایانو څخه افغانانو ولیږداوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوری په خپل تویت کې لیکلی؛ د ۱۳۷۱ کال د وری له میاشتې تر اوسه د افغانستان هوایی حریم د بهرنیانو له خوا مهارېده، چې اوس په لومړی ځل د افغانستان فضایی کنټرول د افغانانو په واک کې ورکړ شو.
د افغانستان هوایی چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبی رسنیو ته څرګنده کړې، چې د هېواد په ۳۶ برخو کې د رادار نوی سیستم نصب شوی، چې په وینا یې د افغانستان ټول هوایی حریم پرې کنټرولیږی.
ښاغلی حبیبی ویلی، له دې وړاندې د دغه سیستم د څارنې چارې بهرنیانو رهبری کولې، چې اوس یې چارې روزل شویو افغانانو ته وسپارل شوې. یو کال مخکې د افغانستان د نوی رادار لګولو تړون له یوه جرمن شرکت سره لاسلیک شوی و، چې شپږ میاشتې وروسته دغه سیستم فعال شو. د دغه سیسټم پر ساتنې او چلولو به هر کال څه باندې لس میلیون دالره لګښت راځی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75853

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *