د کابل پارلمانی ټاکنو وروستۍ پایلې په رسمی توګه اعلان شوې

  • خپرول: ۲۵ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 116340

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسی جرګې لپاره د کابل ولایت ټاکنو پایلې له اوږده ځنډ وروسته سه شنبه د می پر څوارلسمه نېټه ماسخوتن ناوخته رسماً اعلان کړې. د کابل ولایت پایلې د ګڼ شمېر شکایتونو او همدا راز د ناکامه کاندیدانو د اعتراضونو له کبله تر اوسه ځنډېلې وې.
د ټاکنو د کمیسیون تر رسمی اعلان وړاندې سه شنبه ماښام د افغانستان ملی رادیو تلویزیون پر خپله ټوېټر پاڼه د ولسی جرګې په تېرو ټاکنو کې د کابل ولایت نه د بریالیو کاندیدانو لېست خپور کړ.
د ولسی جرګې لپاره د ټولو ولایتونو او د کوچیانو د استازو وروستی لېستونه اعلان شوی دی، خو د کابل ولایت پایلې تر ډېره ناندریزې شوې وې.
په نوی لېست کې چې د افغانستان ملی ټلویزیون پر ټویټر پاڼه خپور شوی، تر ډېره هماغه نومونه دی چې د ټاکنو د کمیسیون د پخوانیو چارواکو له خوا اعلان شوی وو. د نوی لېست له مخې د بریالیو کاندیدانو نومونه په لاندې ترتیب دی.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون رسماً نوی لېست نه دی اعلان کړی، خو د ملی تلویزیون لخوا په خپاره شوی لېست کې د بریالیو کاندیدانو نومونه او ترتیب په لاندې ډول دی.
۱. حاجی اجمل رحمانی
۲. الحاج عبدالقیوم خیرخواه
۳. خان اغا رضایی
۴. الحاج ملا محمد خان احمدی
۵. فدا محمد الفت صالح
۶. احمد جاوېد جیحون
۷. میر امان الله ګذر
۸. الحاج امیر ګل شاهین
۹. غلام حسین ناصری
۱۰. ډاکټر رمضان بشردوست
۱۱. الحاج سید محمد محمدی
۱۲. الحاج الله ګل مجاهد
۱۳. حاجی خان محمد وردګ
۱۴. الحاج قاضی میر اافغان ساپی
۱۵. نجیب الله ناصر
۱۶. حیبیب الرحمن سیاف
۱۷. انور خان اوریاخېل
۱۸. صوفی عبدالرزاق استالفی
۱۹. توفیق وحدت
۲۰. حاجی زړګی حبیبی
۲۱. محمد نعیم وردګ
۲۲. حاجی حفیظ الله جلیلی
۲۳. عرفان الله عرفان
۲۴. عبیدالله کلیمزی وردګ
۲۵. وکیله فاطمه نظری
۲۶. جنراله نظیفه ذکی
۲۷. شینکۍ کړوخېله
۲۸. مرسل نبی زاده
۲۹. فوزیه ناصر یار ګلدره یی
۳۰. روبینا جلالی
۳۱. مریم سما
۳۲. زهره نوروزی
۳۳. بی بی حاجی پروین درانۍ

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116340

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *