د کابل پارلمانی ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 99949

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کابل ولایت د ولسی جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد څو شیبې وړاندې د کابل د ولسی جرګې بریالی نوماندان اعلان کړل.
نژدې درې میاشتې وړاندې د افغانستان پارلمانی ټاکنې ترسره شوې چې له هغې وروسته د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې خو د کابل ولایت ټاکنو پایلو د څو ځلې ځنډېدو وروسته نن اعلان شوې.
د کابل ولایت د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو له امله د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون تورونه او نیوکې زیاتې شوې چې له امله یې د کابل ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټول کارکوونکی له دندو ګوښه شول او په ځای یې نوی کارکوونکی وټاکل.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر د کابل نوماندانو هم د ټاکنو خپلواک کمیسون د پارلمانی ټاکنو په پروسه کې په درغلۍ او فساد تورن کړی دی خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی چې په دې پروسه کې له شفافیت څخه کار اخیستل شوی دی.
د کابل ولایت په لومړنیو پایلو کې
ـ حاجى اجمل رحمانی
– قیوم خیرخواه
– فدا محمد الفت صالح
– جاوېد جیحون
– رمضان بشر دوست
– خان آقا رضائی
– امیرگل شاهین
– غلام حسین ناصری
– ملا محمد خان احمدی
– الله گل مجاهد
– امان الله گذر
– سید محمد محمدی
– خان وردگ
– قاضی میر افغان صافى
– اجمل گلاب
– ضیاء عظیمی شینوزاده
– عبیدالله کلیمزى
– توفیق وحدت
– حفیظ الله جلیلی
– فرهاد صدیقی
– انورخان اوریاخېل
– حاجى زړگى حبیبی
– حبیب الرحمان سیاف
– نجیب الله ناصر
– فاطمه نظری
– مرسل نبی زاده
– شینکۍ کروخېل
– روبینا جلالی
– مریم سما
– سلیمه نکبین
– زهره نوروزی
– پروین درانۍ
– فوزیه ناصریار
د بریالیو نوماندانو په توګه یاد شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99949

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 1 = 5