د کابل وروستی برید په اړه د ولسمشر غبرګون

  • خپرول: ۲۵ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 100202

ولسمشر غنی د کابل تېرې شپې برید د غندلو ترڅنګ، اړوندو مسولینو ته یې لارښوونه کړې ترڅو ددې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی په اړه په جدی توګه څېړنه وکړی.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، ولسمشر د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره د افغانستان دښمنانو ته په خطاب وویل: د ملکی وګړو په ځانګړی ډول د ماشومانو موخه ګرځول د اسلام او بشریت ضد کړنه ده او د هغې عاملین او جنایتکاران به د خدای له کرکې سره مخ شی.
دغه راز ده په دې ویناپاڼه ټینګار کړی چې اړوند مسولین به ددې پېښې د جدی څېړنې ترڅنګ د قربانیانو او ټپیانو کورنیو ته جدی رسېدنه وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100202

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *