د کابل هوا د ښاریانو ژوند ګواښی | محمد حامد اکبری

  • خپرول: ۱۹ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 52944


Fb-Button

د ژوند چاپېریال د انسانانو له روغتیا او سلامتیا سره نېغې اړیکې لری، د هوا ککړتیا او اقلیمی بدلونونه یوه نړیواله موضوع ده چې د ګڼو پرمختللو هېوادونو لپاره هم د اندېښنې وړه ده، د تکنالوژۍ، اقتصاد، ټولنې او روغتیا په برخه کې نننی منځته راغلی بدلونونه بیخی حیرانوونکی دی خو د دې پرمختګونو سره سره د ژوند د چاپېریال او اقلیمی بدلونونو موضوع ته د یو ګواښ په سترګه کتل کیږی؛ که څه هم د هېوادونو په کچه اقلیمی بدلونونه یو له بل سره اړیکې لری او یو پر بل اغیزې لری نو اړینه ده چې د دې ستونزې د حل لپاره په ګډه چټک او جدی کار وشی.

د ژوند چاپیریال د بل هر وخت په پرتله نن ورځ له خطر سره مخ دی، د اقلیم بدلونونو، د ځمکې تودوالی، سېلابونو، د ژوند د چاپېریال چټلیو ( هوا، غږ، خاورې او اوبو) د ډېرو هېوادونو د اوسیدونکو آرامی او سکون له تهدید سره مخ کړی، دا موضوع هم د هوا په ککړتیا راڅرخی، چې نن ورځ د زیاتره مخ پر ودې هېوادونو په ځانګړی ډول د افغانستان جدی ستونزه ګڼل کیږی.

مخکې مې هم یادونه وکړه چې د هوا ککړتیا او د ژوند له چاپېریال تړلې ناوړه بدلونونه نړیواله ستونزه ده، خو د ګواښ او زیان اندازه یې په هر هېواد کې یو له بل سره توپیر لری، زموږ د ګران هېواد افغانستان ګڼ ښارونه هم له دې رنځ کړیږی چې پلازمېینه کابل یې ښه بېلګه ده. له بده مرغه باید ووایو د هوا ککړتیا داسې یوه ستونزه ده چې لمن یې ورځ تر بلې پراخیږی؛خو حکومت او ښاریان یې په کابو کولو کې پاتې راغلی.

کابل کې د نفوسو ګڼوالی، په ښار کې د زړو او له اندازې زیاتو موټرونو چلښت، په حمامونو،صنعتی فابریکو او نورو تولیدی کارځایونو کې د سون توکو مصرف، د کورونو، سړکونو او کوڅو پاکوالی ته د ښاریانو نه پاملرنه، د ښاروالۍ پڅ اقدامات او که یې په لنډ ډول ووایم د خلکو او حکومت بې غوری د دې سبب ګرځېدلې چې د کابل هوا د ښاریانو ژوند وګواښی، له دې سربېره ښایی داسې ګڼ نور علتونه هم وی چې د هوا پاکوالی او د ژوند چاپېریال زیانمنوی.

د هوا ککړوالی په نړۍ کې د انسانانو د مړینې څلورم علت ګڼل کیږی، همدارنګه د نړیوال بانک څېړنې ښیی؛ککړه هوا د پراختیا په حال کې هېوادونو اقتصاد ته ستر زیان رسوی؛ په ټوله نړۍ کې په کلنی ډول ۵ ترېلیونه ډالر د هوا د ککړوالی څخه د مخنیوی په پار په رخصتیو او د هوا څخه د منځته راغلو آفاتو او ناروغیو په تداوۍ په لګښت رسیږی. په ټوله نړۍ کې هر کال نږدې ۵.۵ مېلیونه وګړی د هوا د ککړتیا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوی؛ د نړیوال بانک د کلنی راپور پر بنسټ په نړۍ کې ۸.۲ مېلیونه وګړی د پخلی لپاره له کلکو سون توکو لکه لرګیو، د ډبرې سکارو او نورو توکو څخه کار اخلی، ډېر داسې وګړی په هغه سیمو کې ژوند کوی چې د انرژۍ پاکو سرچینو ته لاسرسی نه لری؛ ځکه خو ویلی شو چې د هوا ککړتیا یوازې د ښارونو ستونزه نه ده.

د هوا ککړتیا څه شی ده؟

د هوا ککړتیا په آزاد اتموسفیر کې د انسانی فعالیتونو څخه د رامنځته شوو موادو شتون دی. دا مواد د خپل غلظت له کبله په ځانګړو شرایطو او ټاکلی وخت کې د بشر سوکالۍ، روغتیا او سلامتیا ته زیان اړوی.

د هوا ککړتیا په هوا کې د بهرنیو غلیظو موادو له شتون څخه عبارت ده چې پر انسانانو اغیزه لری او د هغوی روغتیا له ګواښ سره مخ کوی.

د هوا د کیفیت د تثبیت له مهمو معیارونو څخه چې په ټوله نړۍ کې ورڅخه کار اخیستل کیږی Air pointer  دی، د دې آلې په وسیله کاربن دای اکساید، سلفر دای اکساید، اوزون او سرب تشخیصیږی.

هوا د بېلابېلو غازونو ټولی دی، چې دا ټولی ۷۸ سلنه له نایتروجن، ۲۱ سلنه اکسېجن او ۱ سلنه له نورو غازونو جوړ دی.

د هوا د ککړوالی تر ټولو مهم ترکیبات:

جامدې ذرې Particular Matter

دا ذرې د تنفس له لارې د بدن له دفاعی برخو تیریږی او سږو ته لېږدول کیږی چې د ګڼو روغتیایی ستونزو لامل ګرځی؛ دا ذرې په دوه ډولو PM5.2 او PM10  ویشل شوې دی.

PM10: هغه ذرات چې قطر یې له لس میکرومتر څخه لږ دی (خاورې او دوړې) دا ذرې عموما د کارخونو، نقلیه وسایطو،حمامونو له دود او د سړکونو له دوړو او خاورو رامنځته کیږی.

PM5.2: دا ډېرې کوچنۍ ذرې دی چې کچه یې له ۵٫۲ میکرومتر څخه هم کوچنۍ ده؛ دا ذرې په عمومی ډول د سون له توکو لکه: د ډبرې سکارو، ګاز او نورو څخه منځته راځی، چې دا دواړه ذرات د انسان روغتیا ته ګواښ پېښوی، PM5.2 ذرې د سږو لاندینیو برخو ته کښته کیږی چې د سرطان یو له اصلی لاملونو ګڼل کیږی.

غازونه:

کاربن مونو اکساید، کاربن دای اکساید، نایتروجن دای اکساید، سلفر دای اکساید.

کاربن مونو اکساید CO په عمومی ډول د نقلیه وسیلو له خوا چې د تېلو پر مټ چلیږی رامنځته کیږی، په هغه سیمو کې چې بیروبار او ترافیک په کې زیات وی او د موټرونو ګڼه ګوڼه وی د دې غاز غلظت ډېر زیات وی.

کاربن دای اکساید CO2: دا غاز په عمومی ډول د سون توکو له کارونې منځته راځی.

نایتروجن دای اکسایدNO2: دا هم د موټرونو او ګاډو له چلښت رامنځته کیږی، د دوبی په موسم کې په هوا کې په قهوه ای رنګ په څرګند ډول لیدل کیږی.

اوزون O3: اوزون د هوا د تودوالی پر مهال د نایتروجن د اکسید او ناسوزېدلو هایډروکاربنونو له ترکیب څخه منځته راځی او د نقلیه وسیلو په دودکش کې له رڼا سره جوخت حاصلیږی.

سلفر دای اکساید SO2: په بټیو او ځینو نورو صنعتی ځایونو کې د تېلو مصرف او سون د دې ګاز اصلی سرچینه ده.

هېره دې نه وی چې په هوا کې پورتنیو هغو ته ورته ګڼ نور ترکیبات هم شته چې تنفس یې د انسان روغتیا او ژوند له ستر ګواښ سره مخ کولی شی.

د هوا ککړتیا د ځینو ناروغیو لکه نفس تنګی، د زړه حملې، بېلابېلو تنفسی حساسیتونو په زیاتېدو کې مهم رول لری، باید پاملرنه وکړو چې د ټولنې په بېلابېلو وګړو د هوا اغېزې متفاوتې دی، د بېلګې په ډول ماشومان او عمرخوړلی خلک ډېر ژر د ککړې هوا تر اغیزې لاندې راځی.

د هوا ککړتیا د سترګو او ستونی د سوزش او د سږو د ناروغۍ سبب کیږی، د سترګو سره کېدل، ټوخی او د سینې دقفس د تنګوالی احساس د هوا د ککړتیا زېږنده دی.

اړوند مطالب


کورنۍ او اقتصادی تصمیمونه/ محمد حامد اکبری


ښاری ودونه د رواجونو په لومه کې/ محمد حامد اکبری


پیسې او د هغو څرنګوالی/ ژباړه: محمد حامد اکبری


ذهنی فشار مو داسې کابو کړئ!/ ژباړه: محمد حامد اکبری

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=52944

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *