د کابل نوی ښاروال او د سوداګرۍ نوی سرپرست د ولسمشر غنی له خوا ور وپېژندل شول

  • خپرول: ۲۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 103957

اجمل احمدی د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست او احمد ذکی سرفراز د کابل د نوی ښاروال په توګه رسماً نن (د سلواغې په ۲۰ مه) په خپل کار پیل وکړ.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړ شوی وو، ولسمشر غنی او ځینو نورو حکومتی چارواکو په کې ګډون درلود.

احمد ذکی سرفراز له دې مخکې د ښار او کور جوړونې وزارت د ښاری چارو د رییس په توګه دنده لرله او اجمل احمدی هم په بانکی او مالی چارو کې د ولسمشر سلاکار وو.

له دې مخکې احمد شعیب رحیم د کابل ښاروالۍ سرپرست و – هغه اداره چې د ملی یووالی حکومت له پیله تراوسه د سرپرست له خوا اداره کېده.

افغان ولسمشر د ښاغلی سرفراز او احمدی د معرفۍ په مراسمو کې وویل چې تر ۲۰۲۴ ز کال پورې د افغانستان صادرات له ۸ مېلیارد ډالرو زیاتېدای شی.

ښاغلی غنی د دولتی بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ چې ښاروالۍ باید په ځواب ویوونکو بنسټونو بدلې شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103957

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *