د کابل ـ هرات په لویه لاره د موټر چلوونکو ستونزې

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 105761

د کابل – هرات د لویې لارې یو شمېر موټر چلوونکی وایی، په دې لاره د امنیتی پوستو ساتونکی او طالبان له دوی څخه په زور پیسې اخلی. دوی ادعا کوی چې له هراته تر کابله پورې په بیلابېلو ځایونو کې د بار وړونکو موټرو چلوونکی اړ دی چې امنیتی پوستو او طالبانو ته له ۲ زرو نیولې تر ۲۰ زره افغانۍ باج ورکړی.
موټر چلوونکو ګواښ کړی دی چې که یې ستونزو ته رسیدنه و نشی نو دوی به دهېواد په کچه له نورو موټر چلوونکو سره ځمکنی ترانسپورت ودروی.
د غزنی امنیتی چارواکو د موټر چلوونکو دا ادعا رد کې، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په ډې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی مسعود انداربی بیا ویلی، که چیرته پولیس په مالی فساد کې ښکیل وی له دوی سره به د وسله والو مخالفینو په څیر چلند وشی.
دافغانستان دلویو لارو ګڼ شمېر موټر چلوونکی وایی، د ناامنیو ترڅنګ د پیسو ناقانونه غوښتنو دوی ته زیاتې ستونزې جوړې کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105761

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




25 − = 22