د کابل د ځمکې لاندې اوبو ډېروالی

  • خپرول: ۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 114037

په‌داسې حال کې چې وروستیو ورښتونو او له امله‌یې سېلابونو د کابل په ګډون په یو شمېر سیمو کې خلکو ته درانه مالی او ځانی زیانونه اړولی، خو په پلازمېنه کې یې د ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه کړې ده.
افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایی، د وروستیو ورښتونو له امله د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۲مترو نېولې تر ۱۲ مترو لوړه شوې ده.
د دې وزارت د هایدورجیولوژۍ د برخې رئیس جمال عبدالناصر شکوری د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غویی ۰۲» ازادی راډیو ته وویل:
“د تېر کال په پرتله سږ کال په کابل کې تقریباً له ۲ تر ۱۲ مترو پورې د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده، دا یو هیله بخښونکی خبر دی، خو په لنډ مهال کې.”
دی وایی، د اوږد مهال لپاره دوی هڅې کوی چې په‌دې برخه کې له رامنځته شوی فرصته سمه ګټه واخلی.
دی وایی، د ژورو څاګانو کېندل چې له فلتر وروسته د سېلاب او باران اوبه د ځمکې تل ته ولېږدوی، د لویو څاګانو ایستل او د ډنډونو جوړول چې د اوبو د زېرمه کولو لپاره ګټورې لارې چارې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114037

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *