د کابل د لوېدیځې برخې د اوسېدونکو لپاره د معلوماتو مرکز ترنامه لاندې د امرالله صالح امنیتی طرح

  • خپرول: ۲۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 84691

امرالله صالح د کابل د لوېدیځې برخې اوسېدونکو لپاره د معلوماتو مرکز ترنامه لاندې له داعش ترهګرو سره د مبارزې په موخه د ځینو خلکو د روزنې په حال کې دی.
د ملی امنیت پخوانی مشر امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلی چې په کابل کې د خلکو امنیت لپاره دا طرح جوړه کړې ده.
دی ویلی چې دا طرح د دولت له حاکمیت سره هیڅ تضاد نه لری.
ښاغلی صالح لیکلی، “مام” به هغه بنسټ وی چې د خلکو د ځان ساتنې په برخه کې فعالیت وکړی.
صالح څرګند کړ چې د معلوماتو او د خلکو امنیت د ټینګښت مرکز طرح د سه شنبه په ورځ د کابل د لوېدیځې برخې د ځینو اوسېدونکو لپاره مې تشریح کړه.
په دې طرح کې د وسلو وېشل، فیزیکی او علنی امنیت او د پیسو او وسایلو غوښتنه په برکې نه نیسی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84691

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *