د کابل تېرې شپې برید په تړاو نړیوال غبرګونونه

  • خپرول: ۲۷ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 131251

اروپایی ټولنې د کابل په لوېدیځ کې د واده په یوه مراسمو کې د تېرې شپې برید غندلی دی.
دې ټولنې د یوې ویناپاڼې په ترڅ کې د کابل په لوېدیځ کې د واده په یوه مراسمو کې د ځانمرګی برید غندلو ترڅنګ ویلی، هغه کسان چې په کابل کې د واده په تالار کې د برید ترسره کولو لارښونه ترلاسه کړې، د بشریت دښمنان دی.
دا ډول کړنې د غندلو وړ دی او د قربانیانو کورنیو ته ډاډګېړنه وایو.
د بخښنی نړیوال سازمان هم دا برید ستر جنایت بللی او ټینګار یې کړی چې دا د جګړې قوانینو یوډول نقض دی او د انسانانو ژوند ته د بې رحمانه بې غوری ښکارندوی کوی.
همداراز د ترکیې سفارت د کابل تېرې شپې ترهګریز برید غندلی او ویلی چې دا ډول بریدنه د بشر دوستانه قوانینو نقض دی. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله ډاډګېړنه څرګندوو او د ټپیانو لپاره د روغتیا هیله کوو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131251

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *