د کابل برید کې د وژل شویو خبریالانو ژوندلیکونه

  • خپرول: ۱۰ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 55912

Image caption

د کابل په نننی برید کې یو شمېر وژل شوی خبریالان

د افغانستان پلازمېنې کابل شش درک سیمه کې د دوشنبې پر سهار پر هغو دولتی مامورینو ځانمرګی برید وشو چې دندو ته روان وو.

لږه شېبه وروسته په همدې سیمه کې یو بل ځانمرګی د خبریالانو هغه ډله په نښه کړه چې د لومړی برید پوښښ لپاره راټول شوی وو.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دواړو بریدونو کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوی او ۴۹ نور ټپیان دی.

په وژل شویو کسانو کې ۹ تنه خبریالان وو چې له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو رسنیو سره یې دندې درلودې.

دلته مو د دې ۹ خبریالانو لنډ ژوندلیکونه او انځورونه راټول کړی:

شاه مری فیضی

د فرانسې خبری اژانس (اې ایف پی) عکاس و چې له شلو کلونو راهیسې یې افغانستان کې د سیاسی او ټولنیزو پېښو په اړه عکاسی کوله. د هغه مړی نن د پروان ولایت ګلدرې ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

نوموړی افغانستان کې د عکاسۍ له ډېرو تجربه لرونکو خبریالانو و.

یار محمد توخی

د طلوع تلوېزیون عکاس او وېډیو خبریال و، چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې یې کار پیل کړی و. وړاندې یې ملی تلوېزیون کې کار کاوه. طلوع کې یې ملګری وایی، توخی کوژده کړې وه او راتلونکې اونۍ یې د واده هوډ درلود.

د دغه فوټو ژورنالیست مړی نن د کابل ریشخور ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

  • کابل کې د داعش بریدونو د خبریالانو په ګډون ۲۵ کسان وژلی
  • کندهار کې ځانمرګی برید ۱۱ کوچنیان وژلی
  • د کابل برید د وژل شویو شمېر ۷۰ ته پورته شو

Image caption

د رسنیو یو شمېر کار کوونکی د نننی برید په ځای کې راټول شوی

غازی رسولی

د ۱ تلویزیون خبریال و چې له څلورو کلونو راهیسې یې له دغې رسنۍ سره کار کاوه. مور او پلار یې وړاندې مړه شوی او یوازې له مېرمنې سره یې ژوند کاوه. د ۲۶ کلن رسولی جنازه نن د کابل طیب خیلو سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

نوروز علی خموش

د ۱ تلوېزیون دغه ۲۴ کلن فوټوژورنالیست له یوه کال راهیسې له دغه تلوېزیون سره کار کاوه. واده یې کړی و او له مور او پلار او یوې خور سره اوسېده. نوموړی د کابل لوېدیځ کې خاورو ته وسپارل شو.

عبدالله حنانزی

د ازادۍ رادیو کې خبریال او وړاندې کوونکی و. ۵ کاله یې له ازادۍ رادیو سره کار کړی. د ننګرهار اوسېدونکی و، له یوه کال راهیسې یې واده کړی و خو بچیان یې نه وو. نوموړی د کابل ښار شمال خیرخانې کوتل په ذاکرین مېنه کې خاورو ته وسپارل شو.

محرم درانۍ

د ازادۍ رادیو خبریاله وه. دغه کابو۲۳ کلنه خبریاله له کابل پوهنتونه فارغه شوې وه چې تازه یې له ازادۍ رادیو سره کار پیل کړی و.

محرم درانۍ واده شوې وه او یو یتیم ماشوم ترې پاتې شو.

سباوون کاکړ

نوموړی له پنځو کلونو راهیسې له ازادۍ سره کار کاوه. ۲۸ کلن سباوون درې کاله وړاندې واده کړی چې د بنیامین په نوم یو ماشوم یې یتیم شو.

نوموړی د هلمند ولایت اوسېدونکی و. د هغه ملګری او خبریال نسیم شفق وایی، سباوون خوشحاله او خندانه څېره لرله.

علی سلیمی

د مشعل تلوېزیون دغه ۲۰ کلن فوټوژورنالیست له کابو دوو اونیو راهیسې له دغه تازه جوړ شوی تلوېزیون سره کار کاوه. وړاندې یې په “جهان” تلویزیون کې کار کاوه. واده یې نه و کړی. جنازه یې نن د کابل دارالامان قلعه حاجی کې خاورو ته وسپارل شوه.

سلیم تلاش

دې ۲۴ کلن خبریال له مشعل تلویزیون سره له یو کال راهیسې کار کاوه. د مشعل تلویزیون مشر وایی، تلاش یوه میاشت وړاندې کوژده کړې وه خو کورنی اقتصادی وضعیت یې ښه نه و. دی خواریکښ او د تخلص په شان یې هڅاند ځوان و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=55912

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *