د کابل او پکتیا ولایتونو استازو د لوړې مراسمو ترسره کېدل

  • خپرول: ۲۵ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 116358

د کابل او پکتیا ولایتونو نویو استازو ولسی جرګې ته د ننه کېدو لپاره د ولسمشر غنی په شتون سره لوړه پرځای کړه.
ولسمشر غنی په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کابل او پکتیا ولایتونو د نویو استازو د لوړې په مراسمو کې د کابل وروستۍ پایلې د اعلان په برخه کې د ځنډ پرسر په نیوکې سره وویل چې د ولسواکۍ نظامونو په تاریخ کې دا بې ساری دی چې د ټاکنو پایلې اوه میاشت وخت په برکې ونیسی، په دې کې هیڅ شک نشته چې دوه پخوانی کمیسیونونه بې کفایت وو.
ولسمشر غنی د کابل او پکتیا نویو استازو ته په خطاب وویل چې ولسی جرګه بشپړه شوه، له دې وروسته تاسې د هغو ژمنو پر اساس چې خلکو ته ورکړی، د اساسی قانون له مخې باید پرخپلو اساسی دندو عمل وکړئ.
ولسمشر محمد اشرف غنی د غزنی پارلمانی ټاکنو اړتیا ته په ټینګار سره وویل چې په شپاړسمه دوره کې له غزنی ولایت څخه د وکیلانو نشتون یوه تشه وه چې ددې تشې د ډکولو لپاره د کمیسیون پام ته اړتیا لری، دا یوه اړتیا ده چې د افغانستان ټول خلک دخپلو رایو له مخې د افغانستان پارلمان په اولسمه دوره کې ونډه ولری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116358

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *