د کابل او ریاض هوایی دهلیز پرانیستل شو

  • خپرول: ۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 65777

د ترکیې او افغانستان، هند او افغانستان له هوایی دهلیزونو وروسته دا دی د سې شنبې پر ورځ(د چنګاښ ۵) د افغانستان او عربستان تر منځ هم هوایی دهلیز پرانیستل شو.
په کابل کی دعربستان سفارت شارژدافیر سلیمان سلیمان الطبیب وایی؛ هڅه کوو، چې د کابل او ریاض سوداګری پراخه او نوره هم وغوړیږی.
په لومړی پرواز کې د څه باندې یو میلیون دالرو پر اندازه زعفران او وچه میوه ولیږدول شوه.
نوموړی د هوایی دهلیز د پرانیستې پر مهال په ډاګه کړې؛ مونږه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره کار وکړو، چې د سوداګرۍ اوسنی حالت پراختیا ومومی او دغه دهلیز مو د همکارۍ لومړنی ګام دی.
د سوداګرۍ خوڼی مسوولین وایی، چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره عربستان ترټولو ستر او مناسب مارکیت دی؛ خو دوی د عربستان له حکومت غوښتنه کوی، چې په هوایی ډګر او ګمرکونو کې له افغان سوداګرو سره همکاری زیاته کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65777

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *