د ښه خوب لپاره باید څه وکړو؟

  • خپرول: ۱۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 119629

د نړۍ یوه درېمه وګړی د ژوند په دوران کې له بې خوبۍ سره مخ دی، که څه هم ځینی خلک یو ځل د سرسری بې خوبۍ له ستونزې سره مخ کېږی، خو که په سختی سره مو خوب وړی، اوږد خوب نه لرئ او یا هم دا دواړه، نو و پوهېږئ چې یوه ستونزه او سترس شته، چاپېریال او هغه خواړه چې خورئ ددې ستونزې له اصلی لاملونو شمېرل کیږی.
تر اوسه مو په دې فکر کړی چې ولې یو شمېر خواړه په تاسو خوب راولی او یو شمېر نور بیا تاسو ته انرژی درکوی.
کله چې پوسه (پنېر) خورئ ویرونکی خوب وینئ او که یا هم ګرمې شېدې څښئ چې ارام ویده شئ؟
دغه مطلب هڅه کوی سم او غلط په ګوته کړی چې څه ډول کولی شوو په یو وړوکی بدلون سره خپل غذایی رژیم جوړ او شپه ښه خوب وکړو.
د شپې د ښه خوب لپاره غوره ده چې له کاربوهایدرېت ډک خواړه وخورو او که له پروټین؟ ځواب دادی چې دواړه.
تر وسې ټریپټوفان وخورئ
ټریپټوفان یو ډول امینو اسید دی – امینو اسیدونه د پروټین او د عضلاتو نسج جوړونې بلاکونه دی- او ویل کېږی چې خوب ښه کوی، په دې اړه باورونه دا دی چې ټریپټوفان یو له هغه لومړنیو موادو دی چې د مغز د سراټونین او ملاټونین د تولید لومړیو تولېداتو له ډلې دی هغه چې د انسان په بدن کې خوب زیاتوی.
په ټولو پروټینی خوړو کې یو اندازه ټریپټوفان شته او په مستو، شېدو، وربشی، کېله، خرما، د چرګ غوښه، د چرګ هګۍ او پلی کې د نورو په پرتله زیات پېدا کېږی.
د هغه څښاک په اړه واقعیت چې خوب زیاتوی
دغه څښاک له ډېر پخوا دود دی او له خوب مخکې څښل کېږی:
ګرمې شیدی
شیدې ملاتونین لری – ملاتونین هغه هورمونونه دی چې د مغزو په یوه کوچنۍ غده کې تولیدیږی او د بدن د خوب او وېښېدو په نظم کې مرسته کوی- خو دا سوال یې په اړه مطرح دی چې ایا رښتیا هم د ملاتونین تغیرات په بدن اغېز لری او که نه.
شیدی سره له دې چې ترپوتوفان هم لری، دغه اسید امین انسان خوبن کوی، خپل سهار په ګرمو شیدو سره پیل کړی تر څو مو د بدن تریپتوفان د کاربوهایدرت په مرسته مو د سر د مغزونو رګونه پرانیستل شی.
له خوبه مخکې څښاک
که چېرې څه موده یو وار له خوب مخکې څه وڅښئ کېدای شی د وجود د روغتیا په برخه کې ګټور وی، خو که په یوه عادت واوړی نو امکان لری جدی ستونزې لکه بې خوبی رامنځ ته کړی.
خوب راوړونکی چای
څېړنې ښیی چې د بابونه (یو ډول ګل لرونکی بوټی) د بدن ګلیسینو کچه لوړوی، دغه امینو اسید دی چې د عصابو ارامېدو لامل کیږی.
په لرغونی روم کې د بې خوبۍ د له منځه وړلو لپاره د سنبل الطیب (یو همیشه شین بوټی چه ریښې یې د اراموونکو درملو په توګه استعمالیږی او سره غونچه ګلونه لری) چای نه ګټه اخېستل کېده. دغه چای ددې لامل کېږی چې خوب کم خو له خونده ډک وی، دغه ساعت ګلی یا بابونه ګل دا هم ښوولې چې له ښه خوب سره مرسته کوی.
اوبه
که په نیمه شپه کې د تندې احساس کوئ او یا هم د مخ او لاس وینځولو لپاره د شپې اړتیا پیدا کوئ او له خوبه ویښېږئ، پام مو وی چې ښه خوب نه لرئ. د ورځې په بهیر کې د بدن د اړتیا وړ اوبه وڅښئ چې د شپې لخوا اوبو ته اړتیا پیدا نه شی. د اروپا د خوړو د روغتیا اژانس وایی مېرمنې دې ورځنۍ ۱،۶ او نارېنه دې هم ۲ لېټره اوبه وڅښی.
څه وخت باید ډوډۍ وخورئ
څېړنو ښودلې چې د ورځې په اوږدو کې ډوډۍ خوړل کولی شی په خوب اغېز وکړی. زمونږ په بدن کې دننه یوګړۍ ده چې د خوړو د وخت معلومولو په برخه کې دنده تر سره کوی.
په موږکانو ترسره شوې څېړنه ښیی چې کله دوی ته په نا منظم وخت خواړه ورکړل شوو، د وجود ګړۍ یې په نا منظم ډول کار کوه. کله چې د خوراک وخت محدود وی د خوړو ګړۍ د وجود نه لېرې کېږی او دا د دې لامل کېږی چې موږک خواړه پېدا کړی ویښ پاتې شی، که څه هم په موږکانو د څېړنو پایلې د انسانانو سره توپېر لری خو دا په زړه پورې ده چې نه خوړل کولی شی پر خوب باندې اغېز وکړی.
منظم اوسئ
عادت پر خوب تر ټولو مهم اغېز کوی. منظم او پر وخت د خوړو خوړل ددې مرسته کوی چې شپه ارام وېده شئ.
دا ښه ده چې له وېده کېدو نه څلور ګړۍ مخکې خواړه وخورئ.
کوم خواړه او څښاک له سترګو خوب تښتوی؟
کافین
کافین کوای شی د خوب په ګډوډلو کې رول ولوبوی. د وګړو تحمل کچه ددې مادې پروړاندې بېلابېل کیدای شی.
که د شپې پرمهال سم خوب نه لرئ، باید له غرمې وروسته قهوه ونه څښئ. نویو څېړنو ښودلې قهوه سره له دې چې د بدن دننه ګړۍ ورو کوی په خوب هم اغېر لری.
خواږه
یوې نوې څېړنې ښودلې چې خواږه پر خوب باندې منفی اغېز لری، په دې څېړنه کې د خوږو څېزونو خوړونکو ته دا جوته شوې چې د شپې لخوا له خوبه وېښ شی.
پنېر یا پوسه
دا باور چې پوسه د دې لامل کېږی چې شپې بد خوبونه ووینو، له اولسمې بیړۍ راهیسې په برتانیه کې دود و، خو ایا دا باور رښتیا دی او که نه؟
هغه شیمیایی ماده چې په مغز کې تولیدیږی او د رم (REM) خوب مسولیت لری او د خوب لېدلو سره اړېکه لری خو تر هغه ځایه چې کوم خواړه پوسې ته ورته تیرامین لری، داسې نه بریښی چې په دغه خوړو کې دې د وېښ پاتې کېدو او د خوبونو د لېدلو څه وی.
ترخه خواړه
ویل کېږی چې ترخه او له درملو ډک خواړه کوای شی د بدن د هاضمې پر سیسټم او خوب ناوړه اغېز وکړی.
د څېړنو له مخې د بدن د پړسوب لامل کېږی چې د خوب پر مهال بیا وجود په تکلیفوی.
دغه څېړنې ښودلې چې د ګډونوالو یوه شپه چې ترخه او له درملو سره ګډ خواړه یې خوړلی وو، د خوب په لومړیو کې یې تبه یا د بدن ګرمی لوړه شوې وه. نو ګرم حمام کول له خوب سره مرسته کوی ځکه چې دا د بدن تبه یا لوړ حرارت ژر ټیتوی.
د الکول څښل
که کومه شپه مو الکولی څښاک څښلی وی کېدای شی ښه خوب به مو کړی وی یا هم په هغه ډول چې تاسو خپله پوهېږئ بې هوښه کېږئ او د الکول څښل کولی شی ددې لامل شی په ډېره تېزی سره مو خوب وتښتوی یعنی دا په دې معنا چې تاسو د خوب لومړنۍ مرحله له لاسه وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=119629

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *