د ښاغلی جهانی یوویشتم اثر « د پښتو شعر هینداره » چاپ سو

  • خپرول: ۲۸ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 26624

د پښتو ژبی د نومیالی شاعر، لیکوال، ژورنالیست او څېړونکی ښاغلی عبدالباری جهانی یوویشتم اثر« د پښتو شعر هینداره » د زرو ټوکو په شمېر، په څلور سوه نهو پاڼو کی، د اکسوس کتابپلورنځی لخوا، د کابل په وایګل چاپخونه کی چاپ سو.

په دغه څېړنیز ادبی اثر کی ښاغلی جهانی؛ د پښتو ژبی د کلاسیکو او معاصرو شاعرانو د شعر منځپانګه، بڼه، څرنګوالی، پرتلنه او مضامین، د شاعرانو ژوند او ټولنیز شرایط، فکر، پیغام او په پښتو شعر او ادبیاتو کی د هغو ونډه او د شعری لړۍ د دوام کړۍ، په خورا دقت څېړلی او تحلیل کړیدی. یعنی دغه اثر یواځی د شاعرنو د تذکرو او ژوندلیکونو د ټولګو په څېر نه بلکې، د ژورو شننو او ارزونو په وړاندی کولو، کښل سوی دی.

« د مشکو کاروان » پر اثر د ښاغلی جهانی دې ته ورته هڅه، د پراخ هرکلی سره مخ سوې وه خو د اوسنی اثر د منځپانګی څخه معلومېږی چی د هغه کتاب په پرتله، دا پلا ډېر زیار ګالل سوی دی.

د پښتو شعر د هینداری اثر په چاپېدلو، د ښاغلی جهانی د چاپ آثارو شمېر یویشتو، ته رسېږی چی په دې توګه دی:

۱-ورکه مېنه/ شعر

۲-پایکوب/ شعر

۳-د سباوون په تمه/ شعر

۴-شپېلۍ/ شعر

۵-کوه طور/ شعر

۶-راز و نیاز/ شعر

۷-کوثر/ شعر

۸-معراج/ شعر

۹-فردوس/ شعر

۱۰-پند او عبرت/ منظوم داستانونه

۱۱-د مشکو کاروان/ څېړنیز او کره کتنیز اثر

۱۲-د پښتو په سُر او تال کی د غربی سندرو شرنګ/ له انګریزی څخه منظومه ترجمه

۱۳-شرقی لمنی غربی ګلونه/ د انګریزی اشعارو منظومه ژباړه

۱۴-بهګت کبیر د پښتو په بڼ کی/ د هندی متصوف شاعر بهګت کبیر د اشعارو منظومی ژباړی

۱۵-د خیام رباعیات/ د عمر خیام د رباعیاتو منظومی ژباړی

۱۶-قوماندان/ناول

۱۷-هرات، پښتانه او ستره لوبه/ تاریخی څېړنیز اثر

۱۸-د پښتو د فوکلوری نکلونو لنډ تحلیل/ څېړنیز اثر

۱۹-ادبی پلټنی/ څېړنیز اثر

۲۰-تاریخی څېړنی/ تاریخی څېړنیز اثر

۲۱-د پښتو شعر هینداره/ همدغه اثر

لوستونکی کولای سی، دغه اثر د هیواد دننه او بهر د اکسوس کتابپلورنځی څخه ترلاسه کړی.

اړوند مطالب


د عبدالباری جهانی نهم شعری اثر «فردوس» چاپ سو


د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر«جهانی» درې نوی کتابونه چاپ سول


د یوازیوالی دیوال! (دنړۍ د ۵۶ نامتو شاعرانو ۱۶۵ پښتو شوی شعرونه


عبدالباری جهانی د وزارت له چوکۍ استعفا وکړه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=26624

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *