د ژوند افسانه/ ایمل یوسفزی

  • خپرول: ۲ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 12716

کله دومره په احساساتو کې ډوب شم، چې بی خیاله مې قلم ته ګوتې ورشی او نه پوهیږم، چې څه لیکم. بس هغه څه چې همدا اوس یې زما د ذهن او خیال او د زړه د نیلۍ واګې په لاس کې نیولی دی، هغه یو عجیب و غریب احساس دی، چې د ژوند په اړه یې فکر کولو کې مشغول کړی یم. ژوند هم یو عجیب سفر دی، د یوه دردونکی ناول په شان له رازونو، وهمونو، خیالو او بلا نا ویلیو څخه ډک دی. د ژوند هر مرحله د داستان د څپرکی په څېر  ده، چې په همغه مرحله کې له یو شمیر عجیبو، ښو او بدو حالاتو او کرکټرونو سره مخ کیږی، چې په یو ډول نه په یو ډول ستا په ژوند کې یې اغیزې د تل لپاره پاتې کیږی.

چې ماشوم وې، فکر، ارمانونه او د ژوند  لید دې ډیر ټوپیر لری، ډیر سپیځلی وی، ډیر پاک وی، د ژوند پیښو او پدیدو ته په ملکوتی لید ګوری. تاته انسان سپیڅلی وی، تاته  خلک سیده ساده او ښه ښکاری.

ځو ای اکاش! په کومه څیره کې، چې  ته انسان ته ګورې، همداسې وی. زما د ماشومتوب دنیا ډیره ښکلې وه، ډیره ښه وه. سره ددې، چې د جنګ حالات وو او راکټونه وریدل، خو زما دنیا  له ډیرو هوسونو او ارمانونو نه ډکه وه، ما په ماشوتوب کې ځانته د خپل ژوند سناریو ډیره رنګینه انځور کړې وه. زما د کوچنیوالی تر ټولو ښه ملګری(پتنګ) ژوندی و. ما او پتنګ به یو ځای د انګلیسی ژبې کورس ته تللو. خو پتنګ خبر نه و، چې نامراده ژوند یې د ځوانۍ په تاند موسم کې د خزان په څپیړه وهی، د ژوند دنګه ونه ورته له ښاخونو سره په طوفانی څیلو له بیخه وباسی او پتنګ د ژوند له شمعې څخه د طواف په ګرم پړاو کې په یو پړک ویلې کیږی.

د ماشومتوب د خیال کوتره به مې به کله کله دومره لوړه واولوته، چې د طبیعت قانون به راته د مبارزې وړ او ځان به راته په دغه ناتاړ کې سوبمن ښکاریده. خو د ژوند حقیقت بیل شی دی. له ماشومتوبه، چې ورو ورو د زلمیتوب په بام قدم ږدی، ژوند دومره په تیزو قدمونو روان وی، چې ان ستا د ژوند د څپرکې هاغه راکړې ورکړې، د مجادلې، مبارزې، ناستې پاستې د مینې او کرکې کرکټرونه هم په ډیرې چټکۍسره تغیر کوی. داسې یو سټیج ته ورسیږی، چې په فکرې لحاط په تاکې هم ډیر ژور بدلون راغلی وی، ستا  د ماشومتوب د دنیا رنګینه انځور هم په تور او سپین اوښتی وی. ډیر خواږه یاران درنه جدا شوی وی، څوګ به مسافر شوی وی، څوګ په کومه خوا او په کومه دنیا درنه  تللی وی. د ښوونځی ټولګیوال به درسره په یو وخت کې په یو ګروپ کې یو ځای وی، ته به فکر کوی، چې زما د ژوند د دې مرحلې خواږه کرکټرونه ټول همدا دی، خوا داسې نه وی، کله چې له ښوونځی څخه فارغیږی، په دغه لست کې هم بلا بدلون راغلی وی. په دغه سفر کې هم یو شمیر  درسره یو ځای پر مخه ځی او یو شمیر یې د لنډکی سفر ملګری وی او درنه پاتې شی. ډیرې پیښې او او بلاګانې پیښې شی، په تیره بیا د افغانستان په څېر هېواد کې، چې هر شیبه او هره لحظه یې په جنګ او ناتاړ کې ده.

دلته شپه او ورځ د ویر او غم سره ده، دلته د انسانانو د ژوند حقیقی هدف صرف ژوندی پاتې کېدلو ته خلاصه شوی دی، دلته ژوند کول اوژوندی پاتې کیدل یو مجبوریت دی، نه د نوروهېوادنو په څیر د یو رنګین او هدفمند مقصد په لور یو ایډیال مزل. ژوند خپل ماهیت له لاسه ورکړی، دلته هیڅ شی دوام نلری، هرڅه کواکه دی، په یو غورځېدونکی کمر ولاړ دی، د زمان ترخو وهلی بس مکان نه لری. ژوند داسې  په منډه منډه روان دی، چې څوپه ځان پوهیږی، د اخرې مقصد په لورې یې له نیمایی لارې نه اخوا ور اړولی وې. په دغه پیل شوی سفر کې به ډیر خلک په خپلو ډکو تورو سترګو ګورې، چې یو اوږد عمرېې درسره د ژوند پر دغو کګلیچونو لارو کې ملګرتیا کړې، خو نا مراده منزل به ې دومره ژر راورسیږی، چې په رڼو غټو سترګو به ورته ګورې او دی به د ابدیت په تم ځای کې درنه کښته کیږی.

د ژوند د داستان څپرکی، چې څومره د تلوسې حالت ته رسیږی، هماغومره یې لانجې او غوټې زیاتیږی.  انسان یانې هغه الهی موجود، چې د الله(ج) له لورې د ځمکې خلیفه ټاکل شوی دی او د ځمکې ابادی او سوکالی د همدغه انسان ار مسؤلیت دی، خو له بده مرغه د اوسنۍ زمانې انسان په تیره بیا  د افغانستان په نامه د ځمکې پر مخ د یوې بدبخته ټوټې وګړی دومره بدرنګه شوی، دومره وحشی شوی، چې ځناور به هم اوس خپلو کې د ظلمونو او داړلوتشبیه له انسان سره کوی، یو بله ته به وایی، چې ته خو داسې په غضب او داړونکی شوی یې لکه انسان. خو د انسان اصلی څیره او هغه الهی موحبت، چې انسان ته یې د عقل په نامه ورکړی، د هغه اجنډا کې بل څه دی. هغه ډیره ښایسته څیره لری.

انسان یو ټولنیز مخلوق دی، هر وګړی یو بل ته اړتیا لری. نو کله چې انسان د خپل ژوند په مزل کې له خپل استوګنې څخه راوځی او یو ګډ چاپیریال ته، چې د انسانی ژوند د ادلون بدلون بنسټونه په کې  موجود وی، د تلوسې اصلې غوټه همدلته ده. د داستان ټول کشمکشونه او کرکټرونه په همدغه تقاطع کې سره مخامخ کیږی. دژوند په دغه بازار کې، چې د ژوند له بیلابیلو کلیو څخه مسافر، پلورونکی، پېرودونکی، تماشاچیان او د بیلابیلو هنرونو اوکمالونو خاوندان سره یوځای شوی وی د انسان اصلی څیره همدلته معلومیږی.

د ژوند په دغه ګډ بازار کې، چې ټولنه یې بولی، د انسانانو د ژوند ګډه کیسه یو عجیبه پړاوته رسیږی. د انسانی سلوک په دغه جنجالی بازار کې د خدای مخلوق له بیلابیلو اړخونو سره مشغول شی. د انسان په دغه له کړاوه ډک داستان کې پر جنجالی اړخونوسربیره، یو ډیر خوږ اوله مینې او محبته ډک اړخ پروت دی، چې عاطفی او احساسی اړخ یې بولی. په دغه برخه کې انسان د خپلې کورنۍ د هوساینې او پرمختګ لپاره بوخت وی،  او په عین وخت کې د خپل ژوند د ملګری د پیدا کولو او که پیدا کړی وی، له هغه یا هغې سره د ژوند په دغه  پړوا کې له یو ځای مزل کولو څخه د خوند اخیستلو په لټه کې وی.

مور او پلار، خویندې، ورونه هر یو موږ ته ځانګړی ځای اومقام لری. د ژوند همدغه څپرکی ډیر عاطفی، خوندور، احساسی او په عین حال کې ډیر نازک دی. د همدغې مرحلې وګړی، چې تا سره یې د ژوند په دغه خورځېدونکی، رژېدونکی کلآ کې شریک ژوند کړی اوپه  مستقیم یا نا مستیقیم ډول ستا په کامیابۍ یا ناکامۍ کې ونډه لرلې، تر ټولو زیات ستا د ژوند د داستان اغیزمن کرکټرونه دی. اووف، چې د ژوند دردونکی شاټ هم همدا دی. همدغه کرکټرونه به دې تر ټولو زیات خوشالوی او همدوی به دې تر ټولو زیات دردوی.

کله چې ځوان شی، نو هر وخت به خپل ماشومتوب ته فکر کوی او له ځانه سره به وایی، چې خدایه دغه زه څومره زر ځوان شوم، زما خو هغه د مشغولا ورځې لا داسې په یاد دی لکه پرون. بیا به دې له حسرته ډک یو ژور چرت له ځانه سره یوسی، وایې به دا زه هماغه ماشوم یم،چې اوس مې ګیره راغلې، پریتې مې شوې. خو کوم فکر او احساس، چې تا د ژوند په اړه به ماشومتوب کې کاوه، هغه به ټول بدل شوی وی. هغه انځور، چې تا له ژونده درلود، هغه اوس څه بل  شانتې دی. د خپل نفس او ضمیر سره به یو درې اړخیزه مجادله اوبحث کې راګیر یی. وایی به دغه انسانان خو هسې ندی، کوم چې ما فکرکاوه، دوی اوس بدل شوی دی. دا زه هم بدل شوی یم او زما فکر هم. ما چې په کومه سپیڅلې آینه کې  د ژوند  څیره لیده، اوس هغه بدله شوې ده، پر هغې اوس ګردونه ناست دی خیرنه شوې ده. په هغې کې اوس زه خپله هغه معصومه څیره نه وینم. اوس پکې ډیر وحشتناکه او خرابه مخونه ښکاری. هغه آینه اوس سپینه نده، په هغې کې اوس د وینو رنګونه دی. په هغې کې اوس خندا نشته اوهغې کې زما او زما د همزلو مسکا نشته.

وای دا هغه آینه ده، چې کله به موویښته ګومونځول، نو ځانونو ته به موخندل او یو بل به موټیله کاوه او صرف زموږ مسکا او شانه شوی ویښتان به پکې ښکاریدل. یا ربه، په دې کې خواوس څه بل ډول ځناور ښکاری، دې کې خو اوس بکلل موسکا نشته، صرف چغې او فریادونه  دی، زه مې اوس له دې آینې او له دې  تصویره ډاریږم. زه نور دغې شیشې ته نشم کتلای.

له ماشومتوبه تر زړښته، په هر پیچو خم کې انسان تل د ځان د هوساینې او پرمختګ په فکر کې وی. هوساینه او پرمختګ کې درس او تعلیم بنسټیز رول لری. د ژوند په تعلیمی څپرکې  کې ډیر سپیڅلی ارمانونه غوټۍ نیسی، ډیرې ِغوټۍ ګلان شی، خو بیا ډیرې غوټۍ هماغسې غوټۍ پاتې شی. له ډیرو سره د ځان او هېواد لپاره  مقدس او پاک ارمانونه وی، چاته موکه په لاس ورشی او چاته نه. زما په دغه بدبخته وطن کې داسې ماشومان هم شته، چې ان له ماشومتوبه د ژوند وحشی څپېړو پر مخ وهلی دی.  د دوی د ژوند آینې ان له ماشومتوبه له ګردونو او وحشتناکو څېرو ډکې وی. ددوی بل څوګ نه دی بس زموږ هغه خوار غریب، د کونډو رنډو او د شهیدانو اولادونه دی.

د زده کړې څپرکی هم ډیر له تلوسو، خاطرو او لاسته راوړنو څخه ډک وی. زده کړه په هیلو، ارمانونو او هڅو ترسره کیږی.که خوږې خاطرې دی که ترخې، ټولې دې په ذهن کې تلپاتې دی، چې دواړه یې عجیب لمسونکی احساس لری. عجیب خوږ درد لری. د ژوند د همدغې څپرکې کرکټرونه ډیر خواږه وی. خو دریغه دریغه دغه دوره هم د باد په څېر تیریږی. زما له پوهنتون څخه د فراغت څه کم لس کاله تېر شول، خو داسې فکر کوم، چې ګوندې پرون فارغ شوی یم. تاسو به هم دا تجربه کړی وی او که نه؟ زه د خپل ښوونځی او پوهنتون له مخې اوس هم نشم تیرېدلای، هر ځل چې کله په موټر کې ترې تیریږم، مخ ترې اړوم. احساسات مې دومره راباندې غالب شی، چې د لیدلو حوصله مې تنګه شی. هغه پخوانی یادونه او د لیلې د وخت خاطرې مې سم دم د زړه قفس را سوری کړی.

کله، چې د ژوند ښوونیزه مرحله بشپړه شی،  د کړواونو اصلی میدان ته راودانګې. بیا دې نو د ځان، کورنۍ، ټولنې اوهېواد د مسؤلیتونو پیټی په اوږو بار شی. څوګ نیکمرغه وی او له پلار نیکه نه ورته ورته یو څه پاتې وی، چې د ژوند کولو لپاره ترې استفاده وکړی، خو بیا ځینی داسې بد قسمته وی، چې نه دپلار او نیکه نه ورته څه پاتې وی او نه هم خپله داسې حالت کې و ی، چې ژوند پر مخه بوزی.

د دندې موندلو لټه هم زموږ په شان ټولنه کې د زړه غوښې خوړل دی، دلته ، چې د اقا، رهبر، جناب او جلالتمآب ځوی یا خپلوان نه وی، دغه د یوشتمې پیړۍ د انسان په څېره کې داړونکی او بې رحمه موجودات به دومره خوارکړی، دومره به دې وځوروی، چې د ځیکر وینې به دې په  خولې در وباسی.

ځه په هر ډول یا  هر کمال، چې دې په کار واچاوه یوه دنده دې پیدا کړه. د ګواښونو او سرګردانیو څپرکی له همدې ځایه پیلیږی. د ژوند د سیاسی بازار کاروباریان دومره په دغه مارکیټ کې حاکم دی، چې پر هره کوڅه او بازار یې د خپلو ناروا او شیطانی طلسم جالونه خپاره کړی وی. ته به له یوه دنیا هیلو او ارمانونو سره د کار کولو په شوق او تلوسه راغلی وی، خو د قدرت، فساد او پیسو د هوس پاډوګر به دې په داسې طلسمی منتر کې راګیر کړی، چې تر څو یې د خلاصون لټه کوی، نو وختی به یا  د دوی په رنګ شوی یې او یا به یې د بدبختۍ کندې ته خطا کړی وی. په ورته وخت کې د پرمختګ او د سیاسی او ټولینز شخصیت جوړنې لړۍ هم له همدې ځایه پیلیږی. له ډیرو کرکو، نفرتونو او ګواښونو سره به مخ شو، خو لکه یو کامیابه هیرو باید له دغو ټولو ستونزو او کړوانو سره مبارزه وکړو. انسان په همدغو ستونزو او کړاونو کې صیقل کیږی، پخیږی او لا پسې پیاوړی کیږی.

په نورو هېوادونو کې هم د دندو پر مارکیټ د سیاسی او شیطانی سوداګرو اغیزې وی، خو داسې طلسمی اغیز هم نه وی، چې هر څه د انحصار تر بریده ورسوی. د فکر او بیان آزادی ته په خورا درنښت قایل وی او د یو ارزښت په سترګه ورته ګوری. خو سره له دغو ټولو کړاونو کشکمشونو، اړو دوړو، انسان یو تکیه ګاه لری، چې هغه د لوی خدای(ج) ذات دی. هغه د دنیا اصلی واکدار دی، که دا رزق او ژوند د انسان په لاس کې  وای، نو انسانانو به یو بل سره خوړلی وو او نړۍ به ډیر ژر ختمه شوې وه. بنده که هر څومره بد مستی وکړی، که هر څومره ښکرې را وباسی، خو بیا هم د خالق پر وړاندې محوه کېدونکی او له منځه تلونکی دی. له قارونه را نیولې د نن ورځې تر قارونیانو او ښکرورو پورې ټول هغه ذات ته بیرته ورګرځېدونکی دی. هلته نه منصب او پیسه  کار نه ورکوی. بس خپل اعمال دې د سرنوشت ټاکونکی دی.

اړوند مطالب


ژورنالیزم که افتضاح؟ تلویزیون که دوکانداری؟ ایمل خان یوسفزی


په ژوند کې پردې پوه شوم چې:/ ژباړن: حسیب الرحمن نورمل


د ژوند حقیقت/ سید اصغر هاشمی


افسانه او اسطوره/ ګل رحمن رحمانی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=12716

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *