د ډیورنډ فرضی کرښې تاریخی او حقوقی واقعیت

  • خپرول: ۶ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 33471

اونیزه تحقیقی غونډه

نېټه: ۱۳۹۶/۰۶/۲ چې ۲۰۱۷/۰۸/۲۴

افغانستان نوین څېړنیز او مطالعاتی مرکز، مطبوعاتی دفتر

 د افغانستان نوین څېړنیز او مطالعاتی مرکز د اونیزو تحقیقی غونډو په دوام اونیزه تحقیقی غونډه وکړه، چې د ډیورنډ فرضی کرښې تاریخی او حقوقی واقعیت موضوع ته ځانګړې شوې وه.

د سپېڅلی کلام په مبارکو ایتونو سره غونډه پیل شوه، د افغانستان نوین څېړنیز او مطالعاتی مرکز موسس ډاکتر عبدالله هیواد راغلیو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل، دډیورنډ فرضی کرښې په تړاو یې د خپلو هڅو یادونه وکړه.

نوموړی په خپلو خبرو کې وویل، تل هڅه کوو، چې موږ د ډیورنډ فرضی کرښې او همدارنګه  ګاونډیو هیوادونو ته د بهېدونکو اوبو د سالم مدیریت په ستراټیژی باندې کار ګوو، تر څو په دې برخه کې له افغان دولت سره مرسته وکړو.

ورپسې اغلې مرجان غوری خپل پریزنټېشن د غونډې برخه والو سره شریک کړل،  اغلې غوری د ۱۹۱۹زیږدیز کال  چې د افغانستان له خپلواکۍ سره برابر دی، خپلې خبرې پیل کړې.

د ۱۹۱۹ زیږدیز کال د خبرو مهم ټکی چې افغانستان په داخلی او خارجی سیاست کې خپلواک دی، همدارنګه د افغان او انګلیس ترمنځ دریمه جګړه، د بریتانیا په سیاسی او اقتصادی پالیسی کې بدلون، په وزیرستان او مومندو کې  انګلیس نظامی شتون
د افغان او انګلیس د دریمې جګړې موخه
د روالپنډۍ د سولې خبرې چې د اګست میاشتې په اتمه نېټه د افغان پلاوی احمد علی خان او د انګریزانو په استازولۍ H. Grant  په غاړه وې.

د ډیورنډ فرضی کرښې  د موافقتنامې تاریخی واقیعیت

د طالبانو رژیم له سقوط څخه وروسته د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د واکمنۍ پر مهال چې د ۲۰۱۲زیږدیز کال د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی د ډیورنډ فرضی کرښې په تړاو خپل نظر وړاندې کړی و، چې ګواکې د ډیورنډ فرضی کرښه  د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړیواله رسمی پوله ده.

افغان دولت یې په اړه توند غبرګون وښود، ډیورنډ فرضی کرښه د افغانانو لپاره ځانګړی تاریخی اهمیت لری، افغان دولت د ډیورنډ فرضی کرښې په تړاو ټولې څرګندونې چې ډیورنډ فرضی کرښې حقوقی حثیت ته صدمه رسوی، بې اعتباره بولی او په کلکه یې ردوی.

اغلې مرجان غوری د ډیورنډ فرضی کرښې په حقوقی، سیاسی او تاریخی  اړخ هم پراخې خبرې درلودې، چې د ګډونوالو له لوری وستایل شوه.

ورپسې  د ازاد بحث لړۍ شروع شوه، ګډونوالو وویل چې د مارتمر ډیورنډ او امیر عبدالرحمن خان تر منځ د ډیورنډ فرضی کرښې مواقتنامې هیڅ داسې لاسوند شتون نه لری، چې وښیی،  دا سند لاسلیک شوی دی.

ځینو نورو بیا په خپلو خبرو کې وویل د پرنګی دا خبره به هم ومنو، چې د ډیورنډ فرضی کرښې موافقتنامه لاسلیک شوې ده، د انګریزانو ټولې معاهدې او تړونونه سل کاله د اعتبار وړ دی، خو اوس د ډیورنډ فرضی کرښې څخه پوره ۱۲۴ کلونه اوړی.

مازیګر ناوخته غونډه د دعایې په کولو سره پای ته ورسېده.

اړوند مطالب


همت بنسټ د ډیورنډ د کرښې په اړه غونډه وکړه


د پاکستان تاریخی واقعیت او حقوقی شتون/ ډاکټر ظهیر


د ډیورېنډ فرضی کرښې د دواړو خواوو دینی عالمانو ترهګریز بریدونه وغندل


د ډیورنډ کرښه له حقوقی اړخه/ حضرت بهار

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=33471

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *