د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د سولې په مشورتی جرګه کې ګډون نه کوی

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112696

د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتی ټیم وایی، د سولې په اړه مشورتی لویه جرګه کې ګډون نه کوی.
یاد انتخاباتی ټېم د یکشنبې په ورځ د و«ری میاشتې پر ۲۵مه» په یوې اعلامیې کې ویلی، چې یاده جرګه د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه نه بولی.
په دې اړه په راغلی بیان کې ویل شوی:”موږ د ثبات او همپالنې ټیم، نه په دې ټیم کې د شاملو احزابو او سیاسی شخصیتونو او نه د حکومت په کچه، تر دې دمه د دې ناستې اړوند د مشورې طرف نه و او په عین حال کې د دې ناستې اړوند قانع کوونکی دلایل هم نه لرو.”
عبدالله عبدالله راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ثبات او همپالنې ټېم کاندید دی.
د نوموړی په مشرۍ د ثبات او همپالنې په انتخاباتی ټېم کې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د سولې عالی شورا رئیس کریم خلیلی او بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین ربانی ترڅنګ یو شمېر نوری سیاسی څېرې هم شاملی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112696

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *