د چین د بهرنیو چارو وزیر : افغانستان د پکن – اسلام اباد د اقتصادی دهلیز سره یوځای کېژی.

  • خپرول: ۶ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 40555

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی دچین ، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ددې اونۍ د درې اړخېزې ناستې وروسته په یوه مرکه کې ، د پکن او اسلام اباد د اقتصادی دهلیز سره د کابل یوځای کېدل تایید کړ.
د افغانستان یوځای کېدل کولای شی د چین او پاکستان دغه اقتصادی ېرح د پرمخ بېولو لپاره چې ۴۶ څخه تر ۵۷ میلیارد ډالر ارزښت لری ، مهم وګڼل شی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلی چې افغانان حق لری ترڅو د غوره ژوند څخه برخمن شی او د یاد طرح سره ددغه هېواد یوځای کېدل ، ددغې موخې پلی کېدو په برخه کې مرسته کوی.
وانګ وویل چې موژ د افغانستان له لارې په تدریجی ډول دغه دهلیز د چین او مرکزی آسیا او د لوېدېځ آسیا له اقتصادی دهلیز سره نښلوو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په وینا ، د دواړو خواو د خبرواترو لپاره ګن شمېر طرح شتون لری او تېره ورځ د پکن په ناسته کې د دواړو خواو ترمنځ زیات بحثونه ترسره شوی دی.
دغه دهلیز د ابریشم لارې اړوند یوله مهمو اقتصادی پروګرامونو څخه دی چې د همدا اوسه د هغه ځېنې برخې په پاکستان په ځانګړی ډول د اوسپنی پټلۍ ، نل لیکو او نورو برخوکې د پلی کېدو په حال کې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40555

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *