
د چهارشنبه ورځ عمومی رخصتی اعلان شوه
- خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
- نوملړ: تیتر دو
- د خبر شميره: 104523
افغان حکومت د پخوانی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددی د مړینې په مناسبت سبا ‘چهارشنبه ‘ عمومی رخصتی اعلان کړې. د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملی نجات ګوند رییس حضرت صبغت الله مجددی د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د حضرت صبغت الله مجددی د خدمتونو ستاینه کړې او هغه یې یو نه هېرېدونکی شخصیت بللی.
ښاغلی غنی د کابینې غونډې ته ویلی، اړوند ادارو ته یې امر کړی، چې د صبغت الله مجددی جنازې مراسمو ته ځانګړی مراسم ونیسی.
د حضرت مجددی جناره سبا د کابل ښار په غازی سټدیوم کې کېږی. د نوموړی په مړینه بیلابیلو افغان چارواکو او سیاستوالو خواخوږی څرګنده کړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د نوموړی مړینی په مناسبت پیغامونو کې نوموړی د افغان تاریخ‘یو اغېزمن شخصیت ‘ بللی دی.
نظرات(۰ دیدگاه)