د چا بهار بندر د پرانستلو په مراسموکې د پاکستان د بندرونو وزیر حضور د هند لپاره څه پیغام درلود؟

  • خپرول: ۲۰ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 40162

د پاکستان اکسپرس په نامه اردو ژبې ورځپانې د دوشنبه په ورځ په خپله پاڼه ، د یو ځانګړی راپور په خپرولو سره د چابهار د لومړی برخې د ګټې اخستنې په اړه لیکلی : په دې برخه کې د بندرونو وزیر حضور ، روښانه پیغام لرل.
د پاکستان اکسپرس ورځپانې په راپور کې راغلی : د چابهار بندر د پرانستلو په مراسمو کې د پاکستان د بندرونو وزیر حضور د هندوستان لپاره روښانه پیغام درلود چې د چابهار بندر څخه هیڅکله د پاکستان د ګټو په وړاندې ګټه نه پورته کېژی.
اکسپرس د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله لیکلی : د اېران دولت نه یوازې د چابهار بندر د لومړې برخې د ګټې اخستنې په برخه کې د ګډون لپاره پاکستان ته زیاته بلنه ورکړه ، بلکه وروسته په دې مراسمو کې د وزیر په کچه د حضور په اړه د پاکستان دوستانه او مثبت چلند سره مخامخ شو چې دغه بهیر د دواړو هېوادونو د مرستې په برخه کې د پام وړ پرمختګ ښیی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40162

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *