د چابهار بندر د اېران پر وړاندې د امریکا له بندېزونو مستثنی پاتې کېږی

  • خپرول: ۲۴ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 116310

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز پر اېران د امریکا له بندېزونو د چابهار بندر د مستثنی له دوام خبر ورکړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدی وویل چې مېرمن ویلز تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست صلاح الدین ربانی سره په لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د اوږدمهالو ژمنو پرسر د ټینګار ترڅنګ، د سولې خبرو د پایلې په خاطر د افغانستان خلکو کورنۍ اجماع ډېر د ارزښت وړ وباله.
ده زیاته کړه چې په دې کتنه کې مېرمن ویلز پر اېران د امریکا له بندېزونو د چابهار بندر د مستثنا له دوام څخه خبر ورکړی او په ورته وخت کې یې دواړو خواو د راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو، سیمه ییزو مرستو، امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پرسر هم خبرې کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116310

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *