د څو میاشت ځنډ وروسته په پای کې نن یوشمېر نوماند وزیران پارلمان ته ور وپېژندل شول

  • خپرول: ۴ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 39596

حکومت د شنبه په ورځ یوشمېر نوماند وزیران ولسی جرګې ته ور وپېژندل.
د حکومت نوملړ له مخې ، طارق شاه بهرامی د ملی دفاع وزارت نوماند وزیر ، ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر ، یما یاری د ټولګټو وزارت نوماند وزیر ، مجیب الرحمن کریمی د کلیو او پراختیا وزارت نوماند وزیر ، نصیر احمد درانی د کرهنې وزارت نوماند وزیر ، فیض الله ذکی د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند وزیر ، شهزاد ګل آریوبی د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت نوماند وزیر ، نرګس نهان د کاڼوڼو وزارت نوماند وزیره ، مصطفی مستور د اقتصاد وزارت نوماند وزیر ، محمد شفیق ګل آغا شیرزی د سرحدونو چارو وزارت نوماند وزیر او حمید طهماسی د ترانسپورت وزارت نوماند وزیر په توګه پېژندل شوی دی.
ولسمشر غنی څو ورځې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالطیف روشان یې لیری کړ او دده پرځای نجیب الله خواجه عمری سرپرست او نوماند وزیر ور وپېژندل.
ویل کېژی د بهرنیو چارو ، اطلاعاتو او فرهنګ او پوهنې وزارتونو لپاره کوم نوماند وزیر ولسی جرګې ته نه دی پېژندل شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=39596

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *