
د ځینو پارلمانی نوماندانو د حذف کېدو شونتیا شتون لری
- خپرول: ۱۶ میزان ۱۳۹۷
- نوملړ: تیتر دو
- د خبر شميره: 87683
د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویاند اعلان کړی چې د نوماندانو د وروستی نوملړ د اعلان سربېره، اوس هم د ځینو پارلمانی نوماندانو د حذف شونتیا شتون لری.
د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویاند علی رضا روحانی وویل: بېلابېل شکایات کمیسیون ته رسېدلی او د ځینو هغو کسانو دوسیه چې وړاندې ددوی په اړه شکایت شتون لرل، بشپړ شوی او ځینې نور هم د بشپړېدو په حال کې دی.
دی زیاته کړه: د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون پرېکړې وروستی شوی او د ټاکنو قانون د ۹۰ مادې له مخې، ټاکنیزو شکایاتو ته د رسېدنې کمیسیون کولای شی دخپل تر واک لاندې موضوع حتی د کوم شکایت په نشتون سره وڅېړی.
روحانی زیاته کړه: د هغو نوماندانو شمېر چې شونی ده له نوملړ څخه وویستل شی، کوم شکایات چې ددوی په وړاندې شتون لری او د کمیسیون پرېکړې د اعلان نېټه په دې برخه کې روښانه نده.
نظرات(۰ دیدگاه)