د پېښور حیات اباد کې د توندلارو پرضد عملیات

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 112816

د انځور حقوق
Aftab Ahmed Khan

د پښتونخوا مرکز پېښور کې امنیتی ځواکونو له تېرې شپې راهیسې حیات اباد کې د شکمنو وسلوالو پرضد عملیات پیل کړی دی.

د دواړو لورو ډزو کې تراوسه د یوه پولیس او یوه وسلوال د وژل کېدو او د دوو پولیسو د ټپی کېدو خبره شوې ده.

امنیتی ځواکونو له بېګا راهیسې د حیات اباد یوه کور کې شکمن وسلوال کلابند کړی دی.

د بی بی سی خبریال عزیزالله خان وایی، پر پولیسو سربېره ملېشه او پوځ هم دې عملیاتو کې برخه لری.

پولیس وایی، دې کور کې له څلورو تر اوو وسلوالو رپوټ ورته رسېدلی او دوی په ضد عملیات پیل کړل.

دوی وایی، کله چې امنیتی ځواکونه دې کور ته نږدې شول، وسلوالو پرې ډزې وکړې، چې له امله یې یو پولیس ووژل شو.

د وسلوالو له ډزرو سره نور امنیتی سرتېری هم سیمې ته ورسېدل او دا کور یې کلابند کړ.

پېښور کې یو ځایی خبریال له بی بی سی سره خبرو کې وایی، چې پولیسو د حیات اباد پېز اوه کې کور او د هغه شاوخوا درې کوڅې هم کلابند کړې دی.

د هغه په خبره، رسنوال له دې کور څلور سوه متره لرې درول شوی دی.

دی دا هم وایی چې ګړۍ د مخه له دې کور د څلورو پنځو زورورو چاودنو غږونه واورېدل شول، چې ور سره سختې ډزې هم پیل شوې، خو وروسته غلې شوې.

د خبریال په خبره، پولیس وایی، چې دې کور کې پنځه وسلوال وژل شوی دی او عملیات وروستی پړاو کې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112816

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *