د پیسو د نړیوال صندوق اداره یوه ډله پاکستان ته لېږی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112785

د پیسو نړیوال صندوق IMF وایی، د روانې میاشتې په وروستیو کې به یوه ډله پاکستان ته ولېږی، څو د دې ادارې د مرستې په اړه خبرو ته دوام ورکړی.

دا اقدام داسې مهال کېږی چې پاکستان د خپل اقتصادی بحران د کمولو لپاره هلې ځلې کوی.

د (ای. ایم. اېف) په یوې اعلامیې کې چې د اپرېل پر ۱۵مه خپره شوه، راغلی:

“د چارواکو په غوښتنه، د آی ایم اېف له خوا ګمارل شوې ډله به د اپرېل تر ختمېدو دمخه پاکستان ته ولاړه شی، څو بحثونو ته دوام ورکړی.”

دا اعلان واشنګټن ته د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر تر سفر وروسته وشو.

نوموړی په امریکا کې له نړیوالو پور ورکوونکو سره له پاکستان سره د مالی مرستې پر پروګرام خبرې کړی چې له ډېرې مودې ځنډېدلی.

تمه وه چې پاکستان د (ای. ایم. اېف) د مالی مرستو دا پروګرام تېر کال لاسلیک کړی وای، خو پاکستانی چارواکی شکایت لری چې د دې ادارې د پور شرایط ښایی د دغه هېواد اقتصاد ته زیان ورسوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112785

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *