د پکتیکا برمل ولسوالۍ امنیې قوماندان ووژل شو

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 121831

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ امنیه قومندان له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی او درې ساتونکی یې ټپیان شوی دی.
د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین رسنیو ته ویلی دی چې طالبانو د برمل ولسوالۍ په امنیه قومندان محمد ایوب تندر هغه مهال برید وکړ چې نوموړی خپل کور ته په لاره و.
ارین وویل دا نښته چې درې ساعته یې دوام وکړ پخپله امنیه قومندان په کې وژل شوی دی او درې ساتونکی یې ټپیان شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم نښته تائید کړې ده او ویلی یې دی چې په دې جګړه کې د برمل امنیه قومندان محمد ایوب تندر وژل شوی دی او د قومندان کاکو او قومندان ښایسته خان په ګډون څلور تنه اربکیان ټپیان شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121831

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *