د پکتیا د کرنې ریاست چارواکی د شاتو د مچیو د روزونکو ټولنه جوړوی

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 76151

د پکتیا د کرنې ریاست چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د مچیو د روزونکو ټولنه جوړوی.

د دغه ولایت د کرنې رئیس ولید احمد تسل نن شنبه ازادی راډیو ته وویل، د دغې ټولنې په جوړېدو سره به په یاد ولایت کې د شاتو خرڅلاو ته ښه مارکېټ جوړ شی.

نوموړی وویل، دا مهال په پکتیا کې د شاتو د مچیو نېږدې یو لک او شل صندوقونه موجود دی.

د پکتیا د کرنې ریاست په وینا، دا مهال د دغه ولایت شات سعودی عربستان، اماراتو او قطر ته هم صادرېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76151

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *