د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی په بلوچستان ایالت کې وژل شوی

  • خپرول: ۱۴ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 103305

د بلوچستان ایالت په لورلایی نومی سیمه کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی «ارمان لوڼی » وژلی.
د رسنیو د راپورونو په حواله ارمان لوڼی نن ماښام په لورلایی نومی سیمه کې دپښتون ژغورنې غورځنګ له لوری ، د روان لاریون څخه کور ته په لاره وو چې پولیسو ورباندې حمله کړې او نوموړی یې وژلی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر «منظور پشتین» د نوموړی د مرګ خبر تائید کړی او په ټول هیواد کې یې د لاریونونو اعلان کړی.
ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال، د دې غورځنګ د مرکزی کمیټې او د پښتونخوا ملی عوامی ګوند غړی وو، چې تر دې وړاندې هم د پاکستانی پولیسو له لوری د کراچۍ په ښار کې نیول شوی وو.
پښتون ژغورنې غورځنګ چې له مبارزې یې یو کال تېرېږی، په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوی او د خپلو حقونو د غوښتنې په موخه وخت ناوخت سوله ئیز لاریونونه کوی،خو په دې وروستیو کې ددې غورځنګ ګڼ غړی او مشران د پولیسو له لوری نیول شوی او دا لړۍ لا هم روانه ده .

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103305

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *