د پوځی شهیدانو د کورنیو نېږدې ۲۰۰ کسان په هلمند ولایت کې په حرفوی زده کړو بوخت دی

  • خپرول: ۲۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 103684

د حرفوی زده کړو پروګرام په چوکاټ کې د هلمند ۲۰۰ کسانو ته د حرفې زده کړې پیل شوی دی. د یاد پروګرام مسؤل حمیدالله بارکزی ټاټوبی نیوز سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال وویل، د پوځی شهیدانو کورنیو ته یې په بېلابېلو برخو کې یو درې میاشتنی روزنیز پروګرام پیل کړی دی. د حرفوی زده کړو د پروګرام مشر حمیدالله بارکزی نوموړی وویل، د یاد پروګرام له لارې اوس مهال دوی سره ۲۰۰ کسان په روزنه بوخت دی چې ۶۰ یې نجونې دی.

حمیدالله بارکزی ټاټوبی نیوز ته وویل: «موږ په پنځه برخو لکه، نجاری، واټرپمپ ترمیم، د جنراتور ترمیم، خامک دوزی او دست دوزی برخه کې اوس مهال زده کوونکی لرو.»

نوموړی وویل، د یاد روزنیز پروګرام دوې نیمې میاشتې تېرې دی، چې په نزدې راتلونکی کې به ۲۰۰ کسان فارغ او خپله برخه کې به کارونه پیل کړی. حمیدالله بارکزی وایی، دوی خپلو فارغو زده کوونکو ته د خپل مسلک اړوند وسایل او امکانات هم ورکوی ترڅو له خپلې زده کړې حرفې ګټه واخلی.

بارکزی وایی، د شهیدانو د کورنیو ترڅنګ دوی هغه کورنیو ته هم بېلابېل مسلکونه ور زده کوی چې بېوزلې وی.

د فرشتې په نوم د یو شهید شوی عسکر مېرمن چې له بېوسۍ یې پر مخ اوښکې روانې وې وویل، د کور د نفقې پیدا کولو او د پوښتنې کولو څوک یې نشته. فرشته چې خپل ماشومان ترې راچاپیر وو، په سلګو سلګو وویل، د حرفوی زده کړو د پروګرام له لارې اوس خیاطی زده کوی او غواړی له دې لارې خپل ماشومان وساتی.

هغې وویل: «مخکې له ډېرو ستونزو سره مخ وم، هیڅوک زموږ له حال نه وو خبر چې کور کې څه لرو که نه، اوس دې پروګرام کې خیاطی زده کووم او له دې لارې غواړم د یو مسلک څښتنه شم او خپل ژوند روان کړم.»

هلمند چې د افغانستان په سوېل کې جګړه ځپلی ولایت دی، د نورو ولایتونو په پرتله ډېری کونډې او یتیمان لری چې اکثره کورنۍ د نفقې پیدا کولو لپاره هم څوک نه لری. ځایی خلک بې سرپرسته کورنیو ته د حرفوی زده کړو ترڅنګ د یو شمېر نورو رزونیزو پروګرامونه غوښتنه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103684

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *