د پوهنې وزارت وایی د ښوونکو معاشونه د موبایل له لارې ورکول کېږی

  • خپرول: ۱۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87755

د پوهنې وزارت وایی د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ له وزارت سره یې داسې تړون لاسلیک کړی، چې له دې وروسته به د ښوونکو معاشونه د موبایل له لارې اجرا کېږی.
د دې تړون د لاسلیک پر مهال د مخابراتو وزارت وزیر شهزاد ګل اریوبی وویل، په دې تړاو یې له افغان بې سیم او روشن شبکو له شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړی دی.
هغه وایی په دې ډول به په کابل کې ۴۳۰۰۰ او هرات، بلخ، تخار، پکتیا، خوست، لغمان او بدخشان کې ۷۶۰۰۰ ښوونکی د مو بایل له لارې معاشونه تر لاسه کړی.
د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخی وایی له دې چارې سره به د ښوونکو دقیقه شمېره په ډاګه شی، معتمدین به لرې کړل شی او کارونه چټکتیا پیدا کړی.
د مخابراتو وزارت د مسؤلینو په وینا په دې سیستم کې د نوم ثبتونې لپاره به ټول ښوونکی له بایومټریک وروسته راجستر کېږی.
په ورته وخت کې ګڼ شنونکی دا بریالی سیستم نه بولی او زیاتوی له پلازمېنې کابل پرته په ولایتونو کې مخابراتی شبکې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87755

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *